د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال د قوش تېپې کانال د پرانیستې په موخه بلخ ته سفر وکړ

نېټه: د 2022 کال د مارچ 30مه

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د قوش تېپې کانال د پرانیستې په موخه بلخ ولایت ته سفر وکړ. د یاد کانال د پرانیستې په مراسمو کې د ریاست‌الوزراء پر لومړي مرستیال سربېره، د کابینې ځینو غړو او لوړ پوړو دولتي چارواکو هم ګډون کړی و.

ملا عبدالغني برادر اخوند د یاد کانال پرانیست‌غونډه کې وویل: «نن ډېره د خوشحالۍ ورځ ده، چې د افغانستان د ځورېدلي او کړېدلي ملت یو لوی ارمان پوره کېږي. ما چې کله د دې پروژې په اړه د ملي شرکت سره خبرې وکړې، ډېر کارونه مې ودرول او یوازې د همدې پروژې پيل کولو ته مې توجه وکړه

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه: «د دې کانال په جوړېدو سره به شاوخوا «۳» میلیونه جریبه ځمکه خړوبه شي، چې افغانستان به د غنمو له پلوه پر ځان بسیا شي. د وخت په تېرېدو سره به د قوش تېپې کانال د کرنیزو محصولاتو د پروسس لپاره په کور دننه فابریکې جوړې او په دې برخه کې به د نړیوال مارکېټ په معیار برابر صادرات ولرو. له دې سره به زرګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره او په قاچاقي لارو بهر ته له تلو به خلاص شي

ملا عبدالغني برادر اخوند د قوش تېپې کانال د پرانیست‌غونډې مراسمو ته وویل، د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د ابادۍ لپاره پوره ژمن او ښې برنامې لري، موږ به په نږدې راتلونکي کې نور ښه زیري هم انشاءالله ولرو.

د قوش تېپې کانال ټولټال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د بشپړولو کارونه یې پر «۳» پړاونو وېشل شوي. د یاد کانال د لومړي فاز چارې به د یو کال او د دویم او درېیم فاز چارې به یې د «۵» کلونو په جریان کې بشپړې شي. پر کرنیزو ځمکو سربېره، د دغه کانال په اوږدو کې په لسګونو تولیداتي فارمونه هم په نظر کې نیول شوي دي.