د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د کرنیزو محصولاتو ۲۹م خزاني نندارتون پرانیستل شو

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۶ - ۱۶:۳۶
5U2A3318

په دغو مراسمو کې د ریاست‌الوزراء پر اقتصادي مرستیال سربېره د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، بهرنیو ډیپلوماتانو، ملي سوداګرو، بزګرانو او ګڼ شمېر ملکي مسوولینو حضور درلود. محترم ملا صاحب په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د رسمي شمېرو له مخې، شاوخوا ۶۸ سلنه خلک یې پر کرنه او مالدارۍ مصروف دي، چې متاسفانه لا هم له پخواني سیسټم استفاده کوي او کوم د پام وړ پرمختګ یې نه دی کړی. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، چې زموږ بزګران پر کرنه سربېره د اوبولګونې پخوانی سیسټم استفاده کوي او همدا وجه ده چې له خپلې اړتیا د زیاتو اوبو په مصرفولو سره سره بیا هم د پام وړ کرنیز محصولات نشي ترلاسه کولی. د محترم ملا صاحب په خبره، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مکلفیت لري چې د کرنې د میکانیزه کولو او د اوبولګونې د معاصرو سیسټمونو د عامولو او تطبیق په اړه بزګرانو ته ټولې اړینې اسانتیاوې رامنځته او په دغه برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.  محترم ملا صاحب په کور دننه د کرنیزو محصولاتو د جذب او سالم مدیریت په اړه ټینګار وکړ او په دې اړه یې اړوند وزارتونه او ادارې مکلفې وبللې، څو د کرنیزو محصولاتو د ښه جذب او په وخت تر مارکېټ پورې د رسولو په موخه د ترانسپورټ، سړو خونو، بسته بندۍ، په کور دننه او بهر کې ورته د بازارموندنې په اړه اړین سهولتونه رامنځته کړي. په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول حکومتي ادارو غږ وکړ چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو پر مهال دې له کورنیو کرنیزو محصولاتو څخه استفاده وکړي. د کرنیزو محصولاتو ۲۹م خزاني نندارتون د کابل په بادام باغ روزنیز او تولیدي فارم کې د کرنیزو محصولاتو د ملاتړ او په کور دننه او بهر کې ورته د بازارموندنې په موخه جوړ شوی، چې په سلګونو غرفو کې بېلابېل کرنیز محصولات پکې نندارې ته وړاندې شوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.  دې غونډې ته د کابل ښار  په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۱۸:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي. . .

BACK TO NEWS