له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (دوشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په څلورمه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له استازو سره د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکولو شپږمه غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول.
دغه لومړیتوبونه کډوالو او راستنېدونکو ته د دایمي سرپناه برابرولو، زده کړو او روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي، د کاري فرصتونو د ایجاد او همداراز هغوی ته د لومړنیو بشري مرستو د رسولو او یوشمېر نورو برخو اړوند وو. دغه لومړیتوبونه په هېواد کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره مشخص شوي، څو د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ تر ممکنه حده د همدې لومړیتوبونو په چوکاټ کې تنظیم او همغږې شي.
د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو استازو د ریاستالوزراء له اقتصادي معاونیت او کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت څخه مننه وکړه، چې دغه لومړیتوبونه یې له دوی سره شریک کړل. هغوی زیاته کړه چې خپلې راتلونکې مرستې او همکارۍ به د همدغو لومړیتوبونو په رڼا کې تنظیم کړي.
