د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د عملي چارو د پيل پرانیسته وشوه

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۸:۳۲
پروژه ۷۵. ۲۲ میگاوات برق آفتابی

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۷مه نېټه د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې له نغلو بند سره نږدې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د عملي چارو د پيل پرانیسته وشوه.

د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د کابینې یوشمېر محترمو غړو، په کابل کې د ترکیې هېواد سفیر، د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو، د خصوصي سکټور استازو او یوشمېر عامو هېوادوالو ګډون کړی وو.

محترم ملا صاحب په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د پاکې انرژۍ ارزښت ته په اشارې سره وویل، دا د خوښۍ ځای دی چې نن په افغانستان کې د پاکې انرژۍ یوه داسې پروژه پيلېږي، چې هغه نه یوازې د چاپېریال ساتنې  په برخه کې زموږ د هېواد مقاومت زیات او د دغه انرژۍ په برخه کې د افغانستان اړتیا پوره کوي؛ بلکې د نړیوال اقلیم په پاک ساتلو کې هم لازمه مرسته کوي. د محترم ملا صاحب په خبره: «د برېښنا د تولید دا ډول پروژې کولی شي چې په تدريجي توگه پر وارداتي برېښنا زموږ اتکا راکمه او په کور دننه له موجودو سرچینو څخه خپله اړتیا پوره کړو.»

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د لمريزې برېښنا د تولید دا ډول پروژې په هېواد کې د پانگونې مقدار، توليدي ظرفيت او د استخدام کچه لوړه کړي او همدا راز به له هېواد څخه د اسعارو د وتلو مخه ونيسي چې دا به په لويه کې د هېواد له اقتصادي ودې سره د پام وړ مرسته وکړي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په ملگرو ملتونو او د پاکې انرژۍ پر ملاتړ کوونکو نړیوالو سازمانونو غږ وکړ چې له افغانستان سره د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې لازمه همکاري وکړي او دلته ځنډېدلې پروژې له سره پیل کړي. ځکه په خبره یې، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له امله ډېر متضرر شوی، په داسې حال کې چې د اقلیمي بدلون په تخریب کې یې هېڅ ډول فعالیت نه دی ترسره کړی. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د نړیوال اقلیم ساتنه بې له کومې استثناء د ټولو هېوادونو ګډ مسوولیت دی او پرته له استثناء ټول هېوادونه ترې متاثره دي. بناً دغه ګډ مسوولیت گډې همکارۍ ته اړتيا لري.

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ټولو کورنیو او بهرنیو پانگوالو ته بلنه او ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت په ټولو برخو په ځانګړې توګه د برېښنا په تولید کې د دوی هر ډول پانګونې او هڅو ته هرکلی وايي او د لازمو اسانتياوو په برابرولو کې ورسره لازمه مرسته کوي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پر پروژه د ۷۷ ترکي او زولرستان داخلي شرکت له لوري شاوخوا ۱۸ میلیون ډالره پانګونه کېږي، چې چارې به یې د یو کال په جریان کې بشپړې او تر یوې اندازې به د کابل صنعتي پارکونو او همدا راز عامو هېوادوالو د برېښنا ستونزې حل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: علماء کرام دې خلکو ته د دیني مکلفیتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو ساتلو روحیه هم ورکړي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۶مه نېټه د «جامعه فتح العلوم کابل» مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ. محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

په سرپل او جوزجان ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ او د جوزجان ولایت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۱۲
Background image

له کونړ سیند څخه تر درونټې بند پورې د اوبو رسولو وړاندیز د تایید وړ وبلل شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته له کونړ سیند څخه د ګمبیري دښتې د ښکتنۍ برخې په. . .

BACK TO NEWS