د سوالګرۍ د مخنیوي په اړه له تمویلوونکو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۷
Coordination Meeting Held with Donors on the Prevention of Begging

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست له لوري، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۲۰مه نېټه، په هېواد کې د سوالګرۍ د مخنیوي په موخه د نړیوالو موسسو او مرستندویه بنسټونو له استازو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې د سوالګرۍ پر عواملو، دایمي او دوامداره حل لارو او د دې پدیدې پر وړاندې د افغانستان اسلامي امارت د هڅو ترڅنګ د نړیوالو موسسو او مرستندویه بنسټونو پر ګډې همکارۍ خبرې وشوې. د موضوع په اړه له تفصیلي بحث وروسته ټينګار وشو، چې د سوالګرۍ کچې د راکمولو په موخه دې سوالګرو ته د حرفوي زده کړو، مشروطو نغدي مرستو او اقتصادي پياوړتیا له لارې دوامداره او باعزته معیشت رامنځته شي. د ناستې په پای کې، د نړیوالو موسسو او مرستندویه بنسټونو له استازو سره د دې پدیدې د ښه مدیریت په موخه د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت له لوري یوه جامع طرحه هم شریکه شوه، چې د نړیوالو موسسو او مرستندویه بنسټونو له هرکلي سره مخ شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۷:۱۹
Background image

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر له مرستیال سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۲۱مه نېټه، د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د روسيې فدراسیون د لومړي وزیر له مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۷
Background image

د سوالګرۍ د مخنیوي په اړه له تمویلوونکو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست له لوري، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۲۰مه نېټه، په هېواد کې د سوالګرۍ د مخنیوي په موخه د نړیوالو موسسو او مرستندویه بنسټونو له استازو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۵۴
Background image

د ځانګړو اقتصادي حلقو (زونونو) د رامنځته کولو کاري پلان تایید شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن (چهارشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۲۰مه نېټه، په هېواد کې د ځانګړو اقتصادي حلقو (زونونو) د رامنځته کولو. . .

BACK TO NEWS