د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په حضور کې د طوطي میدان ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شو

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۲:۴۲
978654

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۹مه نېټه د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبیکستاني کمپنۍ ترمنځ د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په پانګونې سره د طوطي میدان ګازو د اکتشاف او استخراج لس کلن تړون لاسلیک شو. د دغه تړون له مخې قراردادي کمپنۍ په لومړي کال ۱۰۰ میلیون او د لسو کلونو په جریان کې یو میلیارد ډالره پانګونه کوي، چې له استخراج شوو ګازو څخه په لومړیو دوو کلونو کې ۱۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا هم تولیدوي.

د فاریاب ولایت د طوطي ميدان ګازو زېرمې شاوخوا اووه زره کيلومټره مربع مساحت لري چې د استخراج په پیل سره به یې تر ډېره حده د هېواد د ګازو اړتیاوې پوره او زرګونو هېوادوالو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۵۷
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۳۳
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د تخلیې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۴:۲۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس میرویس عزیزي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس. . .

BACK TO NEWS