محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په تاشکند کې د افغانستان سفارت له نوې ودانۍ لیدنه وکړه

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۲:۲۱
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په تاشکند کې د افغانستان سفارت له نوې ودانۍ لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ازبیکستان ته د خپل سفر پر مهال نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په تاشکند کې د افغانستان سفارت له نوې ودانۍ څخه لیدنه وکړه. د دغه لیدنې پرمهال په تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر شیخ عبدالغفار بحر د نوې ودانۍ په اړه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ته معلومات ورکړل.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په تاشکند کې د افغانستان سفارت له ودانۍ څخه د لیدنې پر مهال د سفارت مسوولینو ته وویل، لله الحمد په افغانستان کې یو داسې نظام واک ته رسېدلی، چې هغه په رښتینې مانا د هېوادوالو خدمت کوي او په دغه برخه کې خپلو مسوولیتونو ته په ښه ډول متوجه دی. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د هېوادوالو هوساینه او رضایت زموږ یوازینۍ هیله ده او تاسې هر مسوول کس باید کوښښ وکړئ، څو د هېوادوالو ستونزو ته په وخت او ښه ډول رسېدنه وکړئ. د محترم ملا صاحب په خبره، افغانستان هغه وخت په پښو درېدلی شي، چې حکومت د ملت خدمت وکړي او ملت له حکومت سره اوږه په اوږه په ټولو چارو کې همکار واوسي.

په تاشکند کې د افغانستان سفارت مسوولینو د سفارت د فعالیتونو په اړه د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ته معلومات وړاندې او ویې ویل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ازبیکستان کې د مېشت افغان کډوالو او کارکوونکو ستونزې تر ډېره حده حل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې په تاشکند کې د افغانستان سفارت د نوې ودانۍ چارې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

په کابل ښار کې د استوګنیز ښارګوټي او سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې له سپاهي ګمنام څلورلارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

BACK TO NEWS