محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: ملي وحدت پياوړی، خپل فکر او انرژي د هېواد پر ابادۍ او سوکالۍ مصرف کړئ

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۳:۷
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: ملي وحدت پياوړی، خپل فکر او انرژي د هېواد پر ابادۍ او سوکالۍ مصرف کړئ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په نهمه نېټه د لویې جرګې په تالار کې په هېواد کې د ملي وحدت ساتنې او له اسلامي نظام څخه د ملاتړ تر عنوان لاندې د اهل تشیع عالي کمېسیون له لوري په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغان ملت د مختلفو قومونو، ژبو، مذهبونو او فرهنګونو څخه تشکیل شوی او دا تنوع یوازې د یو او بل د پېژندنې لپاره ده؛ خو له بده‌مرغه د اسلامي امارت له حاکمیت وړاندې له دې تنوع هر وخت غلطه استفاده شوې ده.

محترم ملا صاحب زیاته کړه، افغان ملت په ناسالمه توګه په سیاسي احزابو ویشل شوی چې دې کار په مهمو ملي موضوعاتو کې د افغانانو اتحاد له منځه وړی او له همدې وجې موږ تر اوسه معناداره ملي اتحاد نه دی تجربه کړی. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، ټولو افغانانو د متجاوزینو په مقابل کې یو ځای مبارزه او جهاد کړی، د اسلام مبارک دین د ارشاداتو او د هېواد د لویو موخو په ترلاسه کولو کې یې فعاله ونډه اخیستې او د اسلامي امارت اوسنی حاکمیت د ټولو افغانانو د قربانیو پایله ده.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد د سیاسي او اقتصادي پرمختګ لپاره د ملي وحدت ساتنه مهمه وبلله او زیاته یې کړه، هغو ملتونو چې خپل منځی اتحاد او یووالی یې ساتلی، په ډېره اسانۍ لویو موخو ته رسېدلي دي. محترم ملا صاحب وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور او له یو شان حقوقو څخه برخمن دي، دلته د اقلیت، قومیت او مذهب پر اساس بې معنا توپیرونه نشته، اسلامي امارت د افغانستان د قومونونو تنوع ته د ملي وحدت د سمبولونو په سترګه ګوري او د ملي وحدت پر سالمه ساتنه ټینګار کوي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د هېواد او نظام د دښمنانو په تبلیغاتو باور ونه کړي، ځکه هغوی د سني او شیعه ترمنځ د تفرقې اچولو لپاره منفي پروپاګند کوي او له دې څخه یوازې د خپلو شومو موخو لپاره استفاده کوي.

محترم ملا صاحب ټولو هېوادوالو ته ډاد ورکړ چې اسلامي امارت ستاسي نظام دی. دا نظام د هر افغان له مال، عزت، وینې او ناموس څخه کلکه دفاع کوي او دا کار خپل مسلم مکلفیت او مسوولیت ګڼي. پکار ده چې خپل منځی اتحاد او یووالی وساتو، له ټولو اختلافاتو تېر شو او خپل فکر او انرژي د هېواد پر ابادۍ او سوکالۍ مصرف کړو.

په دې غونډه کې چې د اهل تشیع عالي کمېسیون له لوري په هېواد کې د ملي وحدت ساتلو او له اسلامي نظام څخه د ملاتړ په موخه د لویې جرګې په تالار کې جوړه شوې وه، د هېواد د بېلابېلو قشرونو استازو، قومي مخورو، علماوو او ځوانانو پکې ګډون کړی وو او ویناوالو له اسلامي نظام څخه خپل ملاتړ څرګند او د ملي وحدت پر ساتنه یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۶:۵۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات کې د شاوخوا ۶۸میلیون ډالرو په پانګونې سره د برېښنا دوې پروژې پرانیستې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په لسمه نېټه په هرات ولایت کې د ۴۳.۲ میګاواټه بادي او پنځه میګاواټه لمریزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۴:۴۷
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۱:۳۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: په صنعتي ساحو کې د ځمکو له وېش سره به نوی فصل پیل او هېواد به له صنعتي پلوه لا پیاوړی شي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې په صنعتي ساحو کې صنعت‌کارانو ته د ځمکې د ملکیت سند د وېش لړۍ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په اوومه. . .

BACK TO NEWS