د مالګې پالیسۍ او معدني موادو د پروسس او صادراتو پالیسۍ مسودو ته د تایید نظر ورکړل شو

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۲:۲۲
د مالګې پالیسۍ او معدني موادو د پروسس او صادراتو پالیسۍ مسودو ته د تایید نظر ورکړل شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. غونډې ته له اجنډا سره سم د مالګې پالیسۍ مسوده، د معدني موادو د پروسس او صادراتو د پالیسۍ مسوده او د هلمند ولایت په ښوراب ملکي هوايي ډګر کې د شته سړې خونې د فعالولو موضوعات د بحث لپاره وړاندې شول.

په غونډه کې له هراړخیز بحث وروسته د مالګې پالیسۍ او د معدني موادو د پروسس او صادراتو پالیسۍ مسودو ته د تایید نظر ورکړل شو او اړوندو وزارتونو ته سپارښتنه وشوه، څو د یادو پالیسیو په مسودو کې د اوبو او انرژۍ وزارت نظر ځای پر ځای او د نهايي تصمیم نیونې په موخه یې اقتصادي کمېسیون ته راجع کړي.

د هلمند ولایت په ښوراب ملکي هوايي ډګر کې د شته سړې خونې د فعالولو په اړه پرېکړه وشوه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت دې د یادې سړې خونې د فعالولو لپاره وړ شرکت انتخاب او قرارداد دې د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS