د سټنډرډ عالي شورا له لوري ۳۰ سټنډرډونه تصویب شول
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا په دوهمه غونډه کې چې نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه، ۳۰ سټنډرډونه تصویب شول. په دغه ناسته کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس ملا فیضالله تمیم، د دغه شورا دایمي غړو او د خصوصي سکټور استازو هم حضور درلود.
د غونډې په پیل کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپلو خبرو کې وویل، هېوادوالو ته د معیاري تولیداتو او وارداتو وړاندې کولو له پاره اړینه ده چې سټنډرډونه جوړ او تطبیق شي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، په دې سره به د بې کیفیته توکو د واردېدو او تولید مخنیوی وشي او ولس ته به معیاري توکي وړاندې شي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له ټولو ادارو څخه په کلکه وغوښتل چې د شورا له لوري تصویب شوي سټنډرډونه دې په جدي ډول پلي او تعقیب کړي.
ورپسې غونډې ته د تصویب په موخه د ساختماني، خوراکي او څښاک، طبي، کانونو، نفتي، نساجي، چاپېریال، برېښنايي وسایلو په برخه کې ۳۰ سټنډرډونه وړاندې شول. په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته یاد سټنډرډونه تصویب شول.