د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال: اسلامي امارت راستنېدونکو صنعت‌کارانو او پانګوالو ته په صنعتي ساحو کې ځمکې، امتیازونه او اسانتیاوې په پام کې نیولي

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۲:۲۴
Deputy PM for Economic Affairs: The Islamic Emirate to Allocate Land in Industrial Zones and Offer Privileges and Facilities for Returning Industrialists and Investors

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ کال د مرغومي میاشتې په ۲۷مه نېټه (په افغانستان کې پانګونې ته بلنه) تر سرلیک لاندې جوړ شوي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه. په دې کنفرانس کې د کابینې یوشمېر محترمو غړو، د بهرنیو هېوادونو سفیرانو، د نړیوالو بنسټونو استازو، ملي سوداګرو، پانګوالو او د خصوصي سکټور استازو هم حضور درلود.

محترم ملا صاحب په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې وویل، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې، د نویو کاري فرصتونو رامنځته کولو، له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ او دغه راز د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه اساسي ګامونه اخیستي. په همدې موخه د عالیقدر امیر المؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د ۳مې او ۷مې ګڼې فرمانونو له مخې د صنعتي ساحو قانون او د راستنېدونکو صنعت‌کارانو او سوداګرو لپاره د امتیازونو او اسانتیاوو تنظیمولو طرزالعمل منظور شوی دی.

د محترم ملا صاحب په خبره، د صنعتي ساحو قانون اصلي موخه د صنعتي ساحو د تنظیم له لارې د افغانستان اقتصاد ته وده ورکول او د خصوصي پانګونې د جلب لپاره د زمینې برابرول دي. همداراز د راستنېدونکو صنعت‌کارانو او سوداګرو لپاره د جوړ شوي طرزالعمل له مخې ټول صنعت‌کاران او سوداګر پر نورو امتیازونو سربېره د کارکوونکو له مالیې پرته له نورو مالیاتو څخه د پینځو کلونو او همداراز پر ټولو وارداتي ماشین الاتو او وسایلو یې هم ګمرکي محصول ورته معاف شوی دی. د دوی په غوښتنه فني بهرنیو کارکوونکو او انجنیرانو ته دوه کلنې ویزې هم ورکول کېږي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، له دې څخه د اسلامي امارت موخه دا ده څو په کور دننه او له هېواد څخه بهر افغان صنعت‌کاران او پانګوال په خپل هېواد کې پانګونې ته وهڅوي چې په مرسته به یې صنعت پرمختګ وکړي، هېوادوالو ته به کاري زمینه برابره او د کورني تولید کچه به زیاته شي.

محترم ملا صاحب د خصوصي سکټور ملاتړ ته په اشارې سره وویل، اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه پر هغو وارداتي اقلامو ګمرکي تعرفې لوړې کړې، چې هغه په کور دننه تولیدیږي او د هېوادوالو اړتیاوې پوره کولی شي. د دې تر څنګ ټولو امارتي ادارو ته هدایت شوی چې د خپلو خریداریو پرمهال کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي. پر دې سربېره له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ صندوق هم جوړ شوی چې په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري.

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کور دننه او بهر کې مېشت افغان صنعت‌کارانو او پانګوالو څخه وغوښتل څو خپل صنعت او پانګه افغانستان ته را انتقال او د هېواد په پرمختګ کې خپل مسوولیت ادا کړي. اسلامي امارت دوی ته د اړتیا پر مهال د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۰:۵۹
Background image

صادراتو کې د ښکېلو وزارتونو او ادارو لپاره د واحد سیستم رامنځته کولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په ۲۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

له هراړخیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۵:۱۳
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۵. ۲ میلیارد افغانیو په ارزښت اته پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۵. ۲ میلیارد افغانیو په ارزښت د اتو پروژو قراردادونه منظور او د ۱۳ نورو یې تعدیل کړل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۲:۳۲
Background image

په بلخ ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۴مه  په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته په بلخ ولایت کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پر ځمکه د خصوصي. . .

BACK TO NEWS