د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې پر یوشمېر موضوعاتو بحث وشو

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۳ - ۱۳:۰
WhatsApp Image 2024-08-13 at 12.34.20_3b7770b4

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي آرشیف د عوایدو د زیاتوالي پر طرحه؛ د کارګرانو ملي اتحادیې د جایدادونو د برخلیک، د دغه اتحادیې د اساسنامې پر تعدیل او د مدیره هیئت پر ټاکنه؛ د سنايي غزنوي ښارګوټي د پاتې چارو پر پيل او د یوشمېر نورو موضوعاتو د تعقیبي راپورونو په اړه بحثونه وشول.  په غونډه کې چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې وه، تر هراړخیز بحث وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي آرشیف د عوایدو د زیاتوالي طرحه د اقتصادي کمېسیون د نظرونو او د دغه کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره تایید او یاد وزارت ته سپارښتنه وشوه، څو ملي آرشیف ته د خلکو د راجلبولو په موخه په اعلاناتو او تشویقي پروګرامونو او همدارنګه لیدونکو او متقاضیانو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې جدي کار وکړي. همدارنګه د اقتصادي معاونیت د استازي په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د شته حکمونو او فرمانونو په رڼا کې دې د کارګرانې ملي اتحادیې اساسنامه تعدیل، د جواز ستونزه یې حل او په اساسنامه کې دې د جایدادونو برخلیک روښانه کړي او خپل راپور دې په ټاکل شوې نېټه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.  همداراز د اقتصادي معاونیت د استازي په مشرۍ د اړوندو وزارتونو له استازو څخه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د خصوصي شرکتونو د وړاندیزونو په ګډون د سنايي غزنوي ښارګوټي ټول تخنیکي اړخونه په هراړخیزه توګه وڅېړي او خپل راپور دې په ټاکل شوې نېټه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.  د غونډې په پای کې د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شول، چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید او اړوندو وزارتونو او ادارو ته یې د تطبیق سپارښتنه وشوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS