۱۴۰۴ کال کې به په یوشمېر ولایتونو کې د اوبو بندونو د امکان سنجۍ مطالعاتو پروژې پيل شي

masih_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۱۱:۲۶
کال کې به په یوشمېر ولایتونو کې د اوبو بندونو د امکان سنجۍ مطالعاتو پروژې پيل شي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

دې غونډې ته د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د میدان وردګ د ګړومبي بند، د بلخ د قره تېري بند، د کندهار د شنه نري بند او د پکتیا د وچ نري بند د سروې او امکان سنجۍ مطالعاتو پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له هراړخیزې ارزونې وروسته یې د روان ۱۴۰۴ مالي کال په بودیجه کې د نیولو پرېکړه وشوه.

په دغه غونډه کې د کندهار د بای پاس لویې لارې، ارغستان بند جوړولو، له کابل ولایت څخه تر جلال اباد پورې د ۹۰ کیلومتره برېښنا لېږد مزي غځولو او په جلال اباد ښار کې د شیخ مصري سب‌سټېشن د چارو بشپړولو پر موضوعاتو هم بحث وشو. له تفصیلي بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ ګنده کوتل د سرپ او جستو کان څخه لاسته راغلي عواید دې د مالیې وزارت له لوري د ځانګړي کوډ په ایجادولو سره یادو عام‌المنفعه پروژو ته ځانګړي شي.

همداراز په دغه غونډه کې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، د دشت الوان ۵۰۰ کیلو ولټه انتقالي مزي د پاتې چارو، د بت خاک نوي سب‌سټېشن جوړولو، د چمتلي سب‌سټېشن ۲۲۰ کیلو ولټه انتقالي مزي غځولو او همداراز د ارغندۍ سب‌سټېشن ۲۲۰ کیلو ولټه انتقالي مزي غځولو پروژو  له پاره د ځمکو د استملاک، لېږد او تصفیې پروسې د چټکولو په اړه هم بحث وشو. له بحث وروسته کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه، څو د یادو پروژو له پاره د ځمکې د تصفیې او استملاک پاتې ۲۰ سلنه چارې بشپړې او مالیه وزارت دې په ۱۴۰۴ مالي کال کې د یادو پروژو له پاره د ځمکې استملاک ته بودیجه ځانګړې کړي.

د غونډې په پای کې له خصوصي سکټور سره د ننګرهار په حصار شاهي صنعتي پارک کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د پانګونې طرحه تایید شوه. خصوصي سکټور به د دغه طرحې له مخې ۵۰.۶۹ میلیون ډالره پانګونه کوي. پورته ذکر شوي تصامیم د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی له لوري تایید شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: علماء کرام دې خلکو ته د دیني مکلفیتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو ساتلو روحیه هم ورکړي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۶مه نېټه د «جامعه فتح العلوم کابل» مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ. محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

په سرپل او جوزجان ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ او د جوزجان ولایت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۱۲
Background image

له کونړ سیند څخه تر درونټې بند پورې د اوبو رسولو وړاندیز د تایید وړ وبلل شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته له کونړ سیند څخه د ګمبیري دښتې د ښکتنۍ برخې په. . .

BACK TO NEWS