د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ځانګړې ناسته کې د شوو پرېکړو د تعقیب غونډه جوړه شوه

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۰:۴۵
د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ځانګړې ناسته کې د شوو پرېکړو د تعقیب غونډه جوړه شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون د ځانګړې غونډې د شویو پرېکړو د تعقیب دوهمه غونډه د روان لمریز کال د وري میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې چې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونيت د دفتر عمومي رئيس په مشرۍ جوړه شوې وه، د اسلامي امارت د بېلابېلو وزارتونو او یوشمیر ادارو استازو پکې ګډون کړی وو.

 د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون له خوا په بېلابېلو برخو کې د دیارلسو پرېکړو د تطبیق په موخه د اړوندو امارتي بنسټونو استازو  خپل راپورونه وړاندې کړل.  د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د چارو ادارې، کور او ښار جوړولو، عدلیې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او کابل ښاروالۍ له استازو څخه جوړ شوي هیئت ته دنده سپارلې وه چې د هغو ځمکو په اړه چې خالص امارتي ملکیت او د هستوګنې او سوداګرۍ له پاره دي، تر ښاري پلان لاندې او زیربنايي (بنسټیزې) چارې یې یوه اندازه ترسره شوې دي، هر اړخیزه کړنلاره جوړه شي چې له مخې یې خلکو ته ځمکې تملیکاً په اصولي توګه وویشل شي. په دغه پرېکړه کې همدا راز راغلي: «هغه هستوګنیز ښارګوټي چې د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري امارتي ثابتې شوې او تصفیه شوې دي، هراړخیزه کړنلاره ورته جوړه کړي چې له مخې یې د ښاري پلان مطابق خلکو ته د ابادۍ او ودانولو په موخه تملیکاً ورکړل شي». په دغه پرېکړه کې همدارنګه ویل شوي چې د ښاري پلان له مخې دې د خلکو په شخصي ځمکو کې د ابادۍ او ودانیزو چارو ترسره کولو بهیر اسانه او سهولتونه ورته رامنځته شي.

د چارو ادارې استازي محمد شریف بها د ځمکو د سپارلو په اړه وویل چې په دې موخه دوې کمیټې جوړې شوې وې چې درې میاشتې یې پرې کار کړی او مسوده یې جوړه شوې ده چې ژر به نهایي شي. په غونډه کې د ځینو نورو پرېکړو د تطبیق په برخه کې د ترسره شویو پرمختګونو په اړه هم راپورونه وړاندې شول.

د غونډې په پای کې د اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رئیس له خوا د چارو ادارې استازي ته سپارښتنه وشوه چې د ځمکو د سپارلو  مسوده دې په دوه ورځو کې له اقتصادي معاونیت سره شریکه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.  دې غونډې ته د کابل ښار  په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۱۸:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي. . .

BACK TO NEWS