د سهامي شرکتونو د رامنځته کېدو لپاره کړنلاره جوړېږي

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۲:۲۶
10

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د مقام د دفتر عمومي ریاست د مرستیال په مشرۍ د سهامي شرکتونو د رامنځته کېدو لپاره د کړنلارې جوړېدو په تړاو د ټاکل شوې کمېټې لومړنۍ غونډه ترسره شوه. دغه غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، چې د چارو ادارې، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، کانونو او پټرولیم او عدلیې وزارتونو، د افغانستان بانک او امارتي شرکتونو لوی ریاست استازو په‌کې برخه اخیستې وه.

په غونډه کې د سهامي شرکتونو د رامنځته کېدو پر اړتیا او ارزښت خبرې وشوې. له تفصیلي بحث وروسته د بازار او خلکو لېوالتیا ته په کتو د سهامي شرکتونو رامنځته کېدل اړین وبلل شول چې له مخې به یې ثابته او غیر متحرکې پانګې په حرکت راوستل شي. د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د سهامي شرکتونو د رامنځته کېدو او د هغوی د فعالیتونو د تنظیم په موخه باید منظمه کړنلاره جوړه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو، په. . .

BACK TO NEWS