د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سره وکتل

masih_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۶:۳۶
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سره وکتل

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان کال د سنبلې میاشتې په ۲۲مه د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ پلاوي سره  چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ځانګړی استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد یې هم غړیتوب درلود وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روان وضعیت د بحث ترڅنګ د افغانستان او امریکا ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو هم د نظر تبادله وکړه.

په سر کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد اقتصادي پرمختګ ته په اشارې سره وویل چې  د اسلامي امارت په راتګ سره اقتصادي وضعیت چې له جدي ګواښ سره مخ و، اوس بېرته مخ په ښه کېدو دی، اداري فساد نشته، د نشه یې توکو د کر او قاچاق بشپړ مخنیوی شوی، د بېکارۍ کچه راټیټه شوې او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ ثابته پاتې شوې ده.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، په بانکي سکټور کې پرمختګ رامنځته شوی، د صادراتو ترڅنګ د وارداتو او ملي عوایدو کچه لوړه شوې، په کورنیو تولیداتو کې زیاتوالی راغلی، د لویو پروژو چارې پیل شوې، صنعت، سوداګرۍ او ترانزیټ هم پرمختګ کړی دی.

حاجي ملا صاحب پر افغانستان د امریکا او نړیوالې ټولنې له لوري لګول شویو بندیزونو ته په اشارې سره وویل چې افغانستان په ځینو برخو کې اوس هم لکه څنګه چې اړتیا وه هماغسې پرمختګ نه دی کړی. لامل یې د امریکا او نړېوالې ټولنې له لوري په افغانستان اقتصادي بندیزونه دي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند همدا راز وویل، د اقتصاد محوره متوازن بهرني سیاست په غوره کولو سره پر دې توانیدلي چې  له ځینو هېوادونو سره ښې سیاسي او اقتصادي اړیکي ولري.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په افغانستان کې د پانګونې د جذب له پاره د اسانه قوانینو جوړولو یادونه هم وکړه او وویل، د پانګونې جذب لپاره اسانه قوانین جوړ شوي او د شرعي اصولو په رڼا کې د هر چا حق او غوښتنې ته رسېدنه کیږي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه د برېښنا، کانونو، زراعت، ترانسپورت، زېربناوو، مخابراتو، ټیکنالوژۍ او روغتیا ترڅنګ په ګڼو نورو سکټورونو کې پانګونه د افغانستان اړتیا ده او اسلامي امارت په دې برخه کې د کورنیو پانګوالو ترڅنګ بهرنیو پانګوالو ته هم د پانګونې زمینه برابره کړې ده.  د حاجي ملا صاحب په خبره افغانستان پراخې طبیعي زیرمې لري او په دې برخه کې د پانګونې له پاره ښه زمینه برابره شوې ده. د بامیانو د حاجي‌ګک اوسپنې کان، د کټواز او هلمند نفتي حوزې، د هرات نفتي حوزه او نادره کانونه دپانګونې له پاره ښه فرصتونه دي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وویل چې په افغانستان کې د سړکونو، اوسپنې پټلۍ او ترانسپورټي ترمینلونو جوړولو، د ساختماني، کرنیزو محصولاتو، درملو، خوراکي توکو، لاسي صنایعو، سیمه ییز اتصال او بانکوالۍ په برخه کې هم پانګونې ته زمینه برابره شوې ده.

حاجي ملا صاحب زیاته کړه چې د پانګوالو له پاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه بین الوزارتي کمیټه جوړه شوې او دنده یې داده چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په بشپړ ډول اسانتیاوې رامنځته کړي. دغه راز د اقتصادي پرمختګ له پاره مشورتي اقتصادي بورډ جوړېږي او د افغانستان پنځه کلنې ملي پراختیايي ستراتیژۍ پر جوړولو هم عملا کار روان دی. 

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له امریکايي پلاوي وغوښتل چې امریکا دې په افغانستان کې د تقابل پر ځای تعامل ته مخه کړي، د افغانستان په بیارغونه کې دې خپل رول ولوبوي او مختلفو سکټورونو کې دې  د پانګونې له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

ورپسې د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بولر خبرې وکړې او ویې ویل چې امریکا او افغانستان د دوحې تړون په ښه ډول عملي کړی او له دې تړون څخه هیڅ لوري سرغړونه نه ده کړې. نوموړي په افغانستان کې په اقتصادي برخه کې شوي اقتصادي پرمختګونه وستایل  او د امریکا او افغانستان ترمنځ یې د اړیکو پر لا پراختیا او تعامل ټینګار وکړ.

ادم بولر په افغانستان او امریکا کې د بندي اتباعو موضوع ته په اشارې سره وویل چې دواړه هېوادونه به خپل زندانیان تبادله کړي.  امریکايي پلاوي په افغانستان کې د اقتصاد په برخه کې خپله همکاري په ډاګه کړه او ویې ویل چې دوی چمتو دي په افغانستان پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: علماء کرام دې خلکو ته د دیني مکلفیتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو ساتلو روحیه هم ورکړي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۶مه نېټه د «جامعه فتح العلوم کابل» مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ. محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

په سرپل او جوزجان ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ او د جوزجان ولایت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۱۲
Background image

له کونړ سیند څخه تر درونټې بند پورې د اوبو رسولو وړاندیز د تایید وړ وبلل شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته له کونړ سیند څخه د ګمبیري دښتې د ښکتنۍ برخې په. . .

BACK TO NEWS