له قمبر څلورلارې تر خیرخانې کوتل د غځېدلي سړک چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

masih_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۰:۲۲
له قمبر څلورلارې تر خیرخانې کوتل د غځېدلي سړک چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت تخنیکي ټیم د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۲۶مه نېټه له قمبر څلورلارې تر خیرخانې کوتل د غځېدلي سړک چارې له نږدې وڅارلې. د اقتصادي معاونیت تخنیکي ټیم د کابل ښاروالۍ له لوري د دغه پروژې د ترسره شوو کارونو ستاینه وکړه او دغه پروژه یې د ښاري ترانسپورټ د تنظیم او ښاري پراختیا په برخه کې مهمه وبلله. د کابل ښاروالۍ مسوولینو د اقتصادي معاونیت تخنیکي ټیم ته ډاډ ورکړ چې د دغه سړک پاتې چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به یې وسپاري. د کابل ښاروالۍ مسوولینو وویل چې د دې پروژې له پاره دوی ته د قرارداد مطابق یو کال او اته میاشتې وخت ورکړل شوی او د قرارداد موده لا څلور میاشتې پاتې ده. د دوی په خبره، له پلان سره سم به په دغو څلورو میاشتو کې د پروژې ټولې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به یې وسپاري.

له قمبر څلورلارې تر خیرخانې کوتل غځېدلی سړک ۷.۶ کیلومتره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، چې اوسمهال یې ۹۵ سلنه چارې بشپړې شوې دي. دغه سړک د تګ راتګ لپاره دوه اساسي سړکونه، د دواړو لورو ته پلې لارې او لښتي، ګلدانونه، ترافیکي نښې او د یو معیاري سړک ټولې برخې لري. د دغه سړک په جوړېدو سره د کابل ښار په شمالي سیمه کې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ راکمه شوې، له شمالي ولایتونو څخه د سوداګریزو توکو باروړونکو او مسافر وړونکو موټرونو ته د پام وړ سهولتونه رامنځته شوي او ترافیکې پېښې کمې شوې دي. پر دغه سړک ۴۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د کابل ښاروالۍ له بودیجې ورکړل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د دغه سړک چارې د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په اتمه نېټه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پرانیستل شوې وې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته په خوست ولایت کې د ورزشي او تفریحي کمپلېکس او د سمنګان ولایت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۱:۲
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۶.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۰:۲۱
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: شریر او ورانکاري عناصر دې د نورو په لمسون له بې ځایه تخریب څخه لاس واخلي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۲۸مه نېټه په دفاع وزارت کې له انګریزي ښکېلاک څخه د هېواد د ازادۍ اخیستو د ۱۰۷مې. . .

BACK TO NEWS