اقتصادي کمېسیون د ملي پراختیا ستراتيژۍ مسوده تایید کړه

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۷:۲۱
اقتصادي کمېسیون د ملي پراختیا ستراتيژۍ مسوده تایید کړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه.

د اقتصادي کمېسیون یادې غونډې ته د ملي پراختیا ستراتيژۍ مسوده د بحث لپاره وړاندې شوه، چې له هراړخیزې ارزونې وروسته او د اقتصادي کمېسیون له لوري د راغلو تعدیلاتو په پام کې نیولو سره تایید شوه.

د ملي پراختیا ستراتيژۍ مسوده هغه جامع، واحد او اوږدمهاله سند دی چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد د بنسټیزو ملي موخو د تعیین او ترلاسه کولو په پار د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په مشرۍ، د اقتصاد وزارت په سکرتریت او د اړوندو سکټوري وزارتونو په ګډه همکارۍ چمتو شوی دی. دغه ستراتيژي د یو باثباته، هوسا او له سیمې او نړۍ سره په ښو اړیکو سمبال افغانستان لیدلوری لري چې موخې یې (د اسلامي شریعي قانون ټینګښت، د اغېزمنتیا، روڼتیا او حساب ورکونې اصل تأمینول، د سیمې او نړۍ سره د اغېزمنو او نېکو اړیکو پراختیا، د پایښت لرونکې سولې او عمومي امنیت ټینګښت، کارموندنه او اقتصادي وده، د دیني او ملي ارزښتونو، ارضي تمامیت او اسلامي حاکمیت ساتنه، د ملي او طبیعي سرچینو د مدیریت اغېزمنتیا لوړول، د بنسټیزو خدمتونو د عرضې ښه‌والی، د صنعت، سوداګرۍ او خصوصي سکټور وده، د زېربنا پراختیا او سیمه‌ییز اتصال، د ټولنیز خوندیتوب او د ژوند چاپېریال ښه والی) ښودلې شوې دي.

همدارنګه د اقتصادي کمېسیون په دې غونډه کې مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوه څو د نورستان ولایت په منډول ولسوالۍ کې پر طبیعي حوض او د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ په کله‌ګوش سیمه کې د برېښنا بندونو د امکان سنجۍ مطالعاتو ترسره کولو پروژې د ۱۴۰۴ مالي کال په بودیجه کې ونیسي.

د غونډې په پای کې د خصوصي سکټور له لوري د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د تیر پارک جوړولو او د غزني ولایت په مرکز کې تر ځمکې لاندې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحې هم تایید شوې. د یادو طرحو له مخې به خصوصي سکټور په خنجان ولسوالۍ کې د تیر پارک جوړولو په موخه ۲۰۹ میلیونه افغانۍ او په غزني ښار کې تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ جوړولو په موخه چې ۵۱۱ دوکانونه به ولري، ۳۰۹ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي.

یاد موضوعات د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دفتر ته واستول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۰:۳۲
Background image

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال هرات ولايت کې څلور سب سټېشنونه ګټې اخيستنې ته وسپارل

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د هرات ولايت په کرخ، پشتون زرغون، اوبې او چشت شريف ولسواليو کې څلور سب سټېشنونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول. د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري د برېښنا یو شمېر لویو پروژو چارې پیل او ځینې یې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جدي میاشتې په څلورمه نېټه په هرات ولایت کې د ۳.۹۸ میلیارده افغانیو په ارزښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات ولایت کې د پامیر المونیمي قطیو تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جدي میاشتې په څلورمه نېټه د هرات ولایت په صنعتي پارکونو کې د پامیر المونیمي قطیو تولیدي. . .

BACK TO NEWS