د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون غونډه جوړه شوه

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۸:۴۲
د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون غونډه جوړه شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.

د غونډې په پيل کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه کمېسیون د رامنځته کېدو پر اصلي هدف او همدارنګه د تېرو درېیو کلونو پرمهال له کابل ښار څخه د سوالګرو راټولولو پروسې پر ارزښت خبرې وکړې. محترم ملا صاحب وویل، د دغه کمېسیون د غړو ادارو د هڅو په پایله کې له کابل ښار څخه تر ډېره سوالګر راټول شوي او له مستحقو سوالګرو سره د اسلامي امارت له لوري په میاشتني ډول نغدي او د خوراکي توکو مرستې شوې دي.

ورپسې د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د مسوولینو له لوري د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون له کړنو څخه د نظارت راپور غونډې ته وړاندې شو. د راپور له مخې، په کابل ښار کې د سوالګرو راټولولو پروسې له پيل راهیسې ۷۴۹۶۸ سوالګر راټول شوي، چې له دقیقې ارزونې وروسته یې ۳۷۹۴۷ مستحق او ۳۷۰۲۱ بیا حرفوي سوالګر پېژندل شوي. مستحق سوالګر افغاني سرې میاشتې ته ورپېژندل شوي، چې په میاشتني ډول ورته د بانکي حسابونو له لارې پیسې حواله کېږي. همدا ډول یوشمېر مستحق سوالګر بیا د درملنې په موخه د عامې روغتیا وزارت او ځینې بیا د کارموندنې په موخه کابل ښاروالۍ ته ورپېژندل شوي.

په راپور کې د دغه کمېسیون د ترسره شوو فعالیتونو ترڅنګ په یوشمېر برخو کې موجودې ستونزې هم له ګډونوالو سره شریکې شوې.

د راپور له اورېدو وروسته د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه کمېسیون ټولو غړو وزارتونو او ادارو ته جدي سپارښتنه وکړه، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له لوري «د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون» منظور شوی طرزالعمل په ښه ډول عملي او تطبیق کړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، په لومړیو کې په کابل ښار کې د سوالګرو شمېر تر ډېره کم شو؛ خو په دې وروستیو کې یوځل بیا څه ناڅه زیات شوی چې جدي تعقیب او کار ته اړتیا لري. 

همدارنګه پرېکړه وشوه چې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په مشرۍ به د دغه کمېسیون غونډه په میاشت کې یوځل ترسره کېږي او د خپلو فعالیتونو راپور به د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ته وړاندې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۳:۲۵
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د جبل السراج سیمنټو دویمې تولیدي فابریکې د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۸مه نېټه د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د جبل السراج سیمنټو دویمې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۱۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۱:۴۲
Background image

د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د دوه سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت اړوند پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS