د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د عزیزي شرکتونو له عمومي رییس سره وکتل
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن ( چهار شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب په ۱۳مه نیټه، د عزیزي شرکتونو له عمومي رییس ښاغلي میرویس عزیزي او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې د عزیزي شرکتونو له لوري د پیل شویو او پیلېدونکو پروژو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې. د عزیزي شرکتونو عمومي رییس ښاغلي میرویس عزیزي په خپلو خبرو کې وویل چې دوی په افغانستان کې د ګازو او ډبرو سکرو استخراج او د برېښنا د تولید په ګډون د بېلا بېلو پروژو عملي کېدو ته ژمن دي. نوموړي زیاته کړه، همدا اوس په غزني، او د کابل په نغلو او باریک اب کې د لمریزې برېښنا د تولیدي پروژو چارې روانې دي.
ورپسې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپلو خبرو کې د عزیزي شرکتونو له لوري په افغانستان کې د پانګونې او د اقتصادي پروژو پیل یو مهم ګام وباله او ویې ویل چې ددې پروژو په عملي کېدو او تطبیق سره به په هېواد کې اقتصادي پرمختګ ته لار هواره او په هېواد کې به د بې کارۍ کچه راټیټه شي. دغه راز، محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له اړوندو وزارتونو او ادارو څخه وغوښتل چې له عزیزي شرکتونو سره دې د پروژو په عملي کېدو کې خپلې همکارۍ نه سپموي.
له لیدنې وروسته د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په حضور کې د کانونو او پټرولیم وزارت، امارتي شرکتونو لوی ریاست او عزیزي شرکتونو ترمنځ د جوزجان د جنګل کلان طبیعي ګازو او د بغلان پلخمري د ډبرو سکرو د استخراج او انرژۍ د تولید تړونونه لاسلیک شول.
د دې پروژو موخې د کورنۍ برېښنا د تولید زیاتول، د انرژۍ امنیت پياوړي کول او د اقتصادي ودې ملاتړ کول دي.
د یادونې وړ ده چې هره پروژه د شاوخوا زر مېګاواټه برېښنا د برابرولو لپاره طرحه شوې ده او قرارداد یې د دیرش کلونو لپاره لاسلیک شو. تمه ده چې دواړه پروژې به په مستقیم او نامستقیم ډول شاوخوا پنځه زره هېوادوالو ته کاري فرصتونه ایجاد کړي.
