بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې په مقابل کې د اقامو پر ورکړه بحث وشو

masih_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۵:۲۳
بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې په مقابل کې د اقامو پر ورکړه بحث وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې په مقابل کې له یو تر لسو کلونو پورې د افغانستان د اقامې د ورکړې موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه. له بحث وروسته موضوع تایید او په دې اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د پانګونې مقدار ته په کتو د اقامې د ورکړې وخت په کټه‌ګوریو وویشي او د موضوع د ټولو اړخونو په پام کې نیولو سره خپل راپور د اقتصادي کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.

همدارنګه په دې غونډه کې د هېواد په ګمرکونو کې د تیر (TIR) عملیې د پیل او پای د پلي کېدو پر موضوع هم بحث وشو. د دې موضوع د هراړخیزې ارزونې په اړه کمېټه وټاکل شوه، څو خپل راپور په ټاکلي وخت اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

همداراز د غونډې په پای کې د لاله او صدف ښارګوټو په اړه ټاکل شوو کمېټو د خپلو ارزونو راپورونه وړاندې کړل. د یادو راپورونو په پام کې نیولو سره له اړوندو ادارو څخه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د یادو ښارګوټو موضوعات په هراړخیز ډول وڅیړي او راپورونه یې له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS