ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۸ میلیارد افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې تعدیل او منظورې کړې

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۶:۳۹
The National Procurement Commission Approves and Amends 21 Projects Worth Approximately 18 Billion Afghanis

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته له اجنډا سره سم ۲۷ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې. له بحث وروسته ۱۸ پروژې تعدیل، درې منظورې او درې لغوه شوې. همدارنګه د درېیو پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې څو له ګټونکو شرکتونو سره د پروژو د قېمتونو په اړه مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري «افغان کندمک شرکت» د دوه کلونو او «رفیع خالد تجارتي شرکت» بیا د شپږو میاشتو لپاره د تخلفاتو له امله په هر ډول پروژو کې له ګډون کولو محروم شول. یادو شرکتونو د اړوندو وزارتونو او ادارو له شرایطو سره تر موافقې وروسته دوه پروژې ګټلې او د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري ورته منظورې شوې وې، چې دوی یې په ټاکلو قیمتونو او تدارکاتي شرایطو تطبیق او بشپړولو څخه انصراف وکړ چې په ملي پروژو کې د ځنډ لامل وګرځېدل.

په تعدیل شوو او منظور شوو پروژو کې د قوش‌تېپې کانال یوه برخه، د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د شفلوغ بند، د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د نهر السراج کانال لومړی لاټ، د کندهار – سپین بولدک د دویمې برخې سړک، په مختلفو ولایتونو کې د برېښنايي پروژو لپاره د اړتیا وسایل او همداراز په لرې پرتو سیمو کې د باکیفیته مخابراتي او انټرنیټي خدماتو وړاندې کول شامل دي. د یادو پروژو لګښت شاوخوا ۱۸ میلیارد افغانیو ته رسېږي چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۰:۲۶
Background image

د کاني موادو د کیفیت معلومولو لپاره د پرمختللو لابراتوارونو جوړېدل د تایید وړ وبلل شول

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. غونډې ته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په کابل او ولایتونو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۲:۳۴
Background image

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۶مه نېټه د ریاست‌الوزراء په اقتصادي معاونیت کې د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۸:۱۵
Background image

کابل او تهران د درملو او طبي وسایلو د تولید په برخه کې همکارۍ پراخوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران د روغتیا وزارت مرستیال او د خوړو او درملو. . .

BACK TO NEWS