د مس عینک پروژې په اړه مجلس ترسره شو

masih_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۶:۲۰
د مس عینک پروژې په اړه مجلس ترسره شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت له عمومي رییس سره نن د روان ۱۴۰۴ کال د ثور میاشتې په ۲۰مه نېټه په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال مس عینک د افغانستان یوه مهمه اقتصادي پروژه وبلله او ویې ویل، اسلامي امارت د دې پروژې د چارو پر مخ بیولو لپاره قراردادي شرکت ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي. محترم ملا صاحب له قراردادي شرکت څخه وغوښتل چې ژر تر ژره دې د یادې پروژې ساختماني چارې پیل او هغه ستونزې دې هوارې کړي چې د پروژې په کارونو کې د ځنډ لامل ګرځي.

د ام‌سي‌سي شرکت عمومي رییس وانګ جي چینګ د پروژې په پرمخ بیولو کې د اسلامي امارت همکاري وستایله او ویې ویل، د مس عینک پروژې په اړه په ډېرو برخو کې پرمختګونه شوي او چمتو دي، چې له کانونو او پټرولیم وزارت سره په همغږۍ دغه پروژه  پرمخ بوځي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: امن افغانستان د ټولو لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه لوی فرصت ګڼل کېږي، هېڅوک باید فرصتونه په تهدیدونو بدل نه کړي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۱۴مه نېټه په کندهار ولایت کې د الجامعة الاسلامیة دارالعلوم کندهار د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۱
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۸.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۹ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۰:۴۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د ښاروالۍ پر ځمکه. . .

BACK TO NEWS