محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور ملاتړ کنفرانس کې ګډون وکړ

masih_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۳۶
power

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۱۵مه نېټه د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور د ملاتړ تر سرلیک لاندې جوړ شوي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت په انټرکانټیننټال هوټل کې جوړو شوو مراسمو ته وویل، له نېکه‌مرغه افغانستان د لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره پراخ او لوی ظرفیتونه لري او د تولیدي منابعو د خامو موادو د کافي ذخایرو درلودلو له امله غني هېواد بلل کېږي.

محترم ملا صاحب زیاته کړه، افغانستان د نورو زیرمو ترڅنګ د اوبیزې، بادي او لمریزې برېښنا پراخې منابع لري، چې له یادو منابعو څخه ګټه اخیستنه نه یوازې افغانستان د برېښنا په برخه کې خودکفایۍ ته رسوي؛ بلکې نورو هېوادونو ته هم د انرژۍ د صادرولو ظرفیت رامنځته کوي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان برېښنا سکتور د پراختیا لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جذب، په برېښنا سکټور کې د پانګونې موجودو فرصتونو د معرفي کولو، په دغه سکټور کې د ننګونو د څېړلو او د غوره حللارو وړاندې کولو او هر اړخیزو بحثونو په اړه د دغه کنفرانس جوړېدل مهم وبلل او هیله یې څرګنده کړه، چې دغه کنفرانس به د تطبیق وړ پایلو په ترلاسه کولو سره په ښه ډول پای ته ورسېږي.

په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پر ټولو هېوادونو، نړیوالې ټولنې او نړیوالو مالي بنسټونو غږ وکړ، چې نور دې پر افغانستان لګول شوي مالي او بانکي محدودیتونه پای ته ورسوي. د هغه په خبره، دغو محدودیتونو په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې پر بهیر ناوړه اغېز کړی او دا د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه نه دي.

 د یادونې وړ ده چې «د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور ملاتړ» تر سرلیک لاندې جوړ شوي کنفرانس کې د افغانستان اسلامي امارت د کابینې محترمو غړو، د ازبیکستان او ترکمنستان هېوادونو د انرژۍ وزیرانو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ، نړیوال بانک، د اسیا پرمختیايي بانک او د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام او یوشمېر سفارتونو استازو، د کورني او بهرني خصوصي سکتور مسوولینو، غیر دولتي سازمانونو او د نوې کېدونکې انرژۍ ملاتړو بنسټونو استازو ګډون کړی.

د دغه کنفرانس موخې د افغانستان برېښنا سکټور کې د پانګونې د وړتیا او موجودو فرصتونو معرفي کول؛ په دغه سکټور کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو دوامداره جذب؛ په دغه سکټور کې د ستونزو پېژندنه او د مناسبو حللارو وړاندې کول؛ په برېښنا سکټور کې د تخصصي پوهې لوړول؛ د دولتي او خصوصي سکټور او نړیوالو برېښنايي بنسټونو ګډ کار او همغږي او د برېښنا د سیمه‌ییز اتصال لپاره د زمینې برابرول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS