په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سهشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په غونډه کې په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول مفصل بحث وشو.
د موضوع له هراړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه وشوه، چې په ولایتونو او ولسوالیو کې دې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د مستهلکینو جوړې شوې کمېټې د همدې وزارت له لوري د جوړ شوي لارښود په رڼا کې او په کابل ښار کې دې د کابل ښاروالۍ په مشرۍ جوړه شوې کمېټه د توکو د نرخونو د کنټرول په برخه کې خپل مسوولیت په لا جدي ډول ترسره کړي او د فعالیتونو راپورونه دې د تعرفې کمېټې ته وخت پر وخت وړاندې کوي.
همدارنګه، د توکو د کیفیت د کنټرول په برخه کې پرېکړه وشوه، چې د هېواد په سوداګریزو بندرونو کې دې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د وارداتي توکو د کیفیت د کنټرول په برخه کې دې د معیار او کیفیت اداره خپل فعالیتونه لا پياوړي کړي. د دې ترڅنګ دې د تعرفې کمېټه په هغه صورت کې پر وارداتي توکو تعرفې زیاتې کړي، چې په کور دننه د ورته داخلي تولیداتو د کمیت د اثبات تر څنګ کیفیت هم پر منل شوو معیارونو برابر وي.
دغه راز، د تعرفې کمېټې ته سپارښتنه وشوه چې په بازارونو کې د توکو د نرخونو او کیفیت د کنټرول په موخه د اړوندو کمېټو او خپلو فعالیتونو راپورونه وخت پر وخت اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
سربېره پر دې، اقتصادي کمېسیون پرېکړه وکړه، چې که چېرې یو څوک له ټاکل شوو نرخونو او د کیفیت په برخه کې له منل شوو معیارونو سرغړونه کوي، نو د نافذه قوانینو، اصولو او مقرراتو په رڼا کې دې ورسره چلند وشي.
