د امارتي ادارو د مکاتیبو او اداري اسنادو د مدیریت برېښنايي سیسټم تایید شو

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۶:۸
د امارتي ادارو د مکاتیبو او اداري اسنادو د مدیریت برېښنايي سیسټم تایید شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د امارتي ادارو د مکاتیبو او اداري اسنادو د مدیریت برېښنايي سیسټم د بحث لپاره وړاندې شو. له هراړخیزې ارزونې وروسته یاد سیسټم تایید او دغه وزارت ته یې په تدریجي ډول د تطبیق لارښوونه وشوه.

د دې سیسټم په تطبیق سره به د امارتي ادارو ترمنځ همغږي پياوړې، شفافیت، چټکتیا او امنیت به رامنځته، د جعل، فساد او د وخت د ضیاع مخنیوی به ترسره، د دقیقو ارقامو او حساب ورکونې اصل به پياوړی او د برېښنايي حکومتولۍ په لور به اساسي ګام واخیستل شي. په دغه سیسټم کې د مراجعینو لپاره هم د پام وړ اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

همدارنګه دې غونډې ته د ۲۲ هغو عام المنفعه پروژو راپور هم وړاندې شو، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی له لوري یې د کانونو د عوایدو په بدل کې د تطبیق حکمونه ورکړل شوي. د ۲۲ پروژو له جملې مالیې وزارت د ۱۳ پروژو اقتصادي تحلیل ترسره کړی، چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید او لارښوونه ورته وشوه، چې دغه تحلیل د کانونو او پټرولیم وزارت سره شریک او اړوندې ادارې د یادو پروژو عملي چارې پيل کړي. په دې پروژو کې ساختماني، اوسپنې پټلۍ او د برېښنا رسونې او توزیع پروژې شاملې دي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۲ عام المنفعه پروژو له جملې د نهو پروژو عملي چارې پيل شوې، چې کاري پرمختګونه هم لري.

د غونډې په پای کې د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه وړاندې شول، چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید او اړوندو ادارو ته یې د تطبیق په اړه سپارښتنې وشوې.

یاد پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی دفتر ته واستول شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS