د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي او د موجوده سیسټمونو د عصري کولو پروپوزل د بحث لپاره وړاندې شو. له هراړخیزې ارزونې وروسته یاد پروپوزل د تایید وړ وبلل شو او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شو. د یاد پروپوزل د تطبیق لپاره یو کال وخت او شاوخوا یو میلیارد افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې، چې هېوادوالو ته به د خدماتو وړاندې کولو پروسه چټکه او شفافیت به ورسره رامنځته شي.

همداراز په دې غونډه کې د هېواد د ټولو بندرونو لپاره د ماسټر پلان د جوړولو پر اړتیا او ارزښت هم خبرې وشوې. د کور او ښار جوړولو وزارت مسوولینو وویل، د اسلام کلا، نیمروز، تورغونډۍ او ابو نصر فراهي بندرونو لپاره د ماسټر پلانونو پر جوړولو کار روان دی، چې په ټاکلي وخت به بشپړ شي. د تخنیکي کمېټې له لوري ورته سپارښتنه وشوه، چې د هېواد د نورو بندرونو لپاره دې هم ورته ماسټر پلانونه جوړ او د نهايي تصمیم نیونې په موخه دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو، په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۳:۱۸
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې یو میلیارد افغانیو په لګښت ۱۷ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS