د معیار او کیفیت ادارې ۳۶ معیارونه او ۳۰ د ازمایښت طریقې د تایید وړ وبلل شوې
د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د معیار او کیفیت ادارې له لوري یوشمېر معیارونه او د ازمایښت طریقې د بحث لپاره وړاندې شوې. له بحث وروسته ۳۶ معیارونه او ۳۰ د ازمایښت طریقې د تایید وړ وبلل شوې. دغه معیارونه د خوراکي توکو، درملو، ساختماني موادو، کرنیزو محصولاتو، نفتي توکو، چاپېریال ساتنې، کان کیندنې، مخابراتو او الیکتریک اړوند دي.
په غونډه کې د کابل، ننګرهار او کندهار ولایتونو په صنعتي پارکونو کې د یوشمېر فابریکو د برېښنا د ستونزو د حل په اړه هم بحث وشو.
