تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژې منظورې کړې

masih_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۶:۳
تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته ۳۰ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې.
له بحث وروسته د شاوخوا ۲.۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژې منظورې او په ۱۰ نورو پروژو کې یولړ تعدیلونه منظور شول. د دوه پروژو قراردادونه د قراردادي شرکتونو د کاري نیمګړتیاوو له امله لغوه او پرېکړه وشوه، چې د همدې پروژو له جملې دې د نخاس سړک له پيل تر امید سبز ښارګوټي پورې د سړک جوړونې پروژه کابل ښاروالۍ تطبیق او د کانونو او پټرولیم وزارت اړوند پروژه دې بیاځلې داوطلبۍ ته وړاندې شي.
تدارکاتو کمېسیون همداراز پرېکړه وکړه چې څلور هغه پروژې دې بیاځلې داوطلبۍ ته وړاندې شي، چې په تدارکاتي پروسو کې یې ستونزې موجودې دي. د دې ترڅنګ د دوه پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
په منظور شوو پروژو کې د بغلان ولایت په خوست فرنګ او د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالیو کې د روغتونونو جوړول، د کابل ښار د یوشمېر داخلي سړکونو جوړول، په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع شبکو تطبیق او ځینې نورې پروژې شاملې دي. همدارنګه په تعدیل شوو پروژو کې د مالیې وزارت اړوند د دارالامان کمپلکس، د کونړ ولایت د ۲۰۰ بستریز روغتون او په کابل ښار کې د الشفاء روغتون او یوشمېر نورو پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دی.
یادې ټولې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۶:۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۲:۱۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکیې له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۹مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر، ښاغلي سادین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د سالنګ دویم تونل او درملو تولیدي فابریکې جوړولو کې اماراتي شرکتونو لېوالتیا ښودلې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د سالنګ دویم تونل او. . .

BACK TO NEWS