له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې لومړیتوبونه شریک شول

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۸:۴۷
له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (دوشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۱۱مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له استازو سره د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکولو اتمه غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې لومړیتوبونه شریک شول.
 دغه لومړیتوبونه د اقلیمي بدلونونو د معلوماتي سیستم د فعالولو او پراختیا، د شین‌کوریزو ګازونو د موجودیت او خپرېدنې د معلوماتو ثبت او نوي کولو، د اقلیم د زیان ارزونې، د چاپېریال ساتنې د څېړنیزو فارمونو جوړولو، د نیالګیو کېنولو او د شنو سیمو د پراختیا، د هایدرو کاربونونو د موجودیت او خپرېدنې د معلوماتو راټولولو، د اوزون طبقې د تخریبوونکو موادو د راپور ورکوونکي سیستم د پیاوړي کولو او څارنې او یوشمېر نورو برخو اړوند وو، څو د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ تر ممکنه حده د همدې لومړیتوبونو په چوکاټ کې برابرې او همغږې شي.
د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو استازو د ریاست‌الوزراء له اقتصادي معاونیت او چاپېریال ساتنې عمومي ادارې له لوري د لومړیتوبونو شریکولو برنامه وستایله. هغوی  په دې برخه کې همکاري او همغږي اړینه وبلله او څرګنده یې کړه چې خپلې راتلونکې مرستې او همکارۍ به د همدغو لومړیتوبونو په رڼا کې تنظیم کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۴۸
Background image

جوزجان کې د سوداګریز مارکیټ د جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د لړم میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د خصوصي سکټور له لوري د ښاروالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۳۹
Background image

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د عزیزي شرکتونو له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن ( چهار شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب په ۱۳مه نیټه، د عزیزي شرکتونو له عمومي رییس ښاغلي میرویس عزیزي او مل پلاوي سره وکتل. 
پ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۸:۵۲
Background image

له روسیې فدراسیون سره د اقتصادي همکاریو په اړه د همغږۍ غونډه جوړه شوه

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن (سه شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب په ۱۲مه نیټه، له روسیې فدراسیون سره د اقتصادي همکاریو په اړه د همغږۍ غونډه په. . .

BACK TO NEWS