د لغمان شاهي کانال اقتصادي ارزښت ته ځغلنده کتنه
د لغمان شاهي کانال اقتصادي ارزښت ته ځغلنده کتنه
لیکوال: نجیب الله مایار
سریزه
اوبه د انسان په ژوند کې هغه مهمه او حیاتي ماده ده چې د ژوند ټول فعالیتونه یې په هغه پورې تړلي دي.که څه هم د ځمکې ډېره برخه اوبو نیولې، خو ډېرې لږې یې د انسان د استفادې وړ دي . اوبه چې په اوسنۍ نړۍ کې د « ستراتیژیک توکي» په نامه هم یادیږي د یوې حیاتي مادې په توګه د یو با ارزښته اقتصادي مادې په توګه مطرح دي چې د هېوادونو په ستراتیژیکو محاسبو کې حساس ځای لري. که څه هم د ځمکې ۹۷ سلنه برخه اوبو نیولې، خو ۹۴ سلنه دا اوبه تروشې او یوازې ۴ سلنه یې خوږې او د انسانانو د استفادې وړ دي. د اوبو غیر معقولې استفادې او وچکالۍ د ژوند چاپېریال د پایښت په برخه کې هم ستونزې را ولاړې کړې دي. د نړۍ په هغو سیمو چې وچ او یا نیمه وچ اقلیم لري د اوبو د کموالي ستونزه ورځ تر بلې ډېریږي چې په پایله کې یې د اوبو د زېرمو کچه ټیټه او د بېلابیلو تضادونو لامل کېږي. د اوبو د چارو کارپوهان وړاندوینه کوي چې په راتلونکې که به د اوبو پر سر ملي، سیمه ییزې او نړیوالې لانجې او نښتې ډېرې شي او دا چې ټول انسانان خوږو اوبو ته اړتیا لري، نو له تصور لیرې نده چې ووایو د نړۍ راتلونکې جګړې به د اوبو پرسر وي. دا چې اوبه د انسان د ټولو فعالیتونو لپاره حیاتي دي او هېڅ هېواد هم نه دی چمتو چې د خپلو اوبو د زېرمو پر سر جوړجاړی وکړي، نو له شک پرته د نورو د تجاوز په صورت کې به له خپلو اوبو دفاع کوي. د اوبو همدې ارزښت ته په پام سره دولتونه کوښښ کوي چې خپلې اوبه مدیریت او په خپل هېواد کې یې د لګولو او زېرمه کولو له پاره بېلابېل پلاونه په پام کې ونیسي. د افغانستان اسلامي امارت هم د اوبو د مدیریت په لړکې په هېواد کې د څو مهمو او سترو بندونو د جوړولو کارونه پيل کړي او د یو شمېر هغو بندونو د چارې بشپړولو ته یې مټې را بډ وهلې چې کارونه یې نیمګړي پاتي و. په همدې لړ کې په لغمان کې د شاهی کانال جوړول هم شامل دي چې کار یې د روان ۱۴۰۳ل کال د وږي په ۲۴مه پيل شو.
د لغمان شاهي کانال
د لغمان شاهی کانال د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې موقعیت لري چې عملي کار یې د اوبو او انرژۍ وزارت د مسوولینو او یو شمېر نورو امارتي مسوولینو په ګډون پرانیستل شو. د لغمان شاهي کانال د اقتصادي کمېسیون د هغه غونډې د پرېکړې په پایله کې جوړېږي چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د وږي د میاشتې په ۲۹ مه نېټه جوړه شوې وه او پرېکړه یې وکړه چې د اوبو او انرژۍ او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونه دې په ګډه د دغه کانال د پاتې کار تخنیکي مطالعه ترسره او کمېسیون ته دې راپور وړاندې کړي. د دې پروژې د تخنیکي څېړنو تر بشپړېدو وروسته اقتصادي کمیسیون پرېکړه وکړه چې دا پروژه دې د ۱۴۰۳ لمریز کال په پرمختیایي بودیجه کې شامله او د دغه کانال د جوړولو لګښتونه دې په دغه بودیجه کې په پام کې ونیول شي. د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې پر اساس د دغه کانال عملي چارې د روان لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۲۴مه نېټه د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري رسمآ پیل شوې. دغه کانال چې ۷۰ کیلومټره اوږدوالی لري د جوړېدو چارې یې په دوو فازونو کې پلان شوې دي.
شاهي کانال او پر اقتصادي وده یې اغېزې
د لغمان شاهي کانال چې د هېواد په ختیځ کې د اوبو د مدیریت یوه مهمه پروژه بلل کېږي، په دغه ولایت کې ۲۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبولای شي. د شاهي کانال د لومړي فاز د جوړولو چارې چې ۳۰ کیلومټره اوږدوالی لري په څلورو برخو«لاټونو»کې سرته رسېږي چې ۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي. د دې پروژې د لومړي فاز لومړۍ برخه ۶.۶ کیلومټره اوږدوالی لري چې له دوو خصوصي شرکتونو سره یې د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شوی دی. د دغې پروژې په کاري بهیر کې به ګڼو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو د دغه کانال د کار د پرانیستو په مراسمو کې ټینګار وکړ چې دا کانال به په بشپړ ډول جوړېږي، خو اوس یې چې د لومړي فاز کار پیل شوی اته میلیون ډالره لګښت لري چې د اسلامي امارت له بودیجې څخه ورکول کېږي. د مسوولینو په وینا، د دغه کانال په جوړېدو سره به د اوبه خور په سیستم کې سمون راشي، حتی تر سل زرو هکتارو پورې ځمکه به خړوبه کړي.
لغمان د هېواد په هغو کرنیزو ولایتونو کې راځي چې نه یوازې د ختیځو ولایتونو بلکې د کابل ښار د اړتیا وړ ډېر سابه او ترکاري برابروي.
اسلامي امارت د لغمان همدې اقلیم ته په پام سره غواړي چې هلته د اوبو په مدیریت سره بزګرانو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي، څو د کال په څلورو فصلونو کې لغمان د کرنیزو توکو اړتیاوې پوره کړي. د لغمان مناسب اقلیم د دې لامل شوی چې په دغه ولایت کې بزګران ګڼ کرنیز توکي وکري او د ښه حاصل په ورکولو سره هم بزګرانو ته ګټه وکړي او هم نورو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي. په لغمان کې د اوبو د سرچینو ډېروالی د دې لامل شوی چې د دغه ولایت ډېر اوسیدونکي کر کیلې ته مخه کړي. د الینګار او الیشنګ سیندونه د دغه ولایت لوی سیندونه دي، چې د دغه ولایت د قرغهيي په ولسوالۍ کې د کابل له سیند سره یوځای کیږي، د درونټې د برېښنا د اوبو بند چې ننګرهار ته برېښنا ورکوي هم د قرغهیي په سیمه کې موقعیت لري.
په دغه ولایت کې په شولو(وریجو) سربېره لوبیا او بېلابېل سابه او ترکاري، بېلابېلې میوې په تېره بیا د ستروسو کورنۍ( مالټې، نارنج، لیمو او کینو) مڼې، زردالو، غوزان او نورې مېوې شته. همدا راز په غرنیو سیمو کې یې د جلغوزیو، ارچې، صبر، بلوط، چنار او نورو ونو ځنګلونه هم شته چې په وروستیو کلونو کې د بې رویې پرې کولو او نورو عواملو له امله زیانمن شوي دي. د کرنې او مالدارۍ ریاست د پخوانیو شمېرو له مخې په دغه ولایت کې په سبو او ترکاریو سربېره د شولو کرل هم دود دي او هرکال تر ۱۳ زرو هکتارو پر زیاته ځمکه شولې کرل کیږي. شولې د بل هر کرنیز توکي په پرتله ډېرو اوبو ته اړتیا لري.
شاهي کانال په لغمان کې د کرنې د پرمختګ په برخه کې یوه لویه او مهمه پروژه ده چې په بشپړېدو سره به یې په دغه ولایت کې د اوبهخور سیستم په عصري ډول جوړ او د اوبو د ضایع کېدو مخه به ونیول شي.
لغمان د بڼونو سربېره ځنګلونه هم لري چې په وروستیو کلونو کې د بېلابېلو عواملو له امله زیانمن شوي دي. د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې اوس هم د پنځو نورو سترو بندونو د پروژو د پلي کولو امکانات چمتو شوي چې چارې به یې په نېږدې راتلونکې کې پيل شي.
په دې سره به په دغه ولایت کې له یوې خوا د بزګرانو د کرکېلې له پاره د اړتیا وړ اوبه پیدا شي او له بلې خوا به د سیمې د اوبو د زېرمو کچه هم لوړه شي.
پایله
اسلامي امارت د اوبو په مدیریت سره غواړي د هېواد په ټولو هغو سیمو کې چې ډېرې اوبه لري بندونه او کانالونه جوړ کړي چې د شاهی کانال پروژه هم د خلکو د غوښتنو پر اساس په پام کې نیول شوې ده.
د شاهي کانال په جوړېدو سره به به د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ او نورو ورڅېرمه سیمو کې زرګونه هکتاره شاړې ځمکې د کرکېلې جوګه شي. همدا راز دا کانال به د خلکو د کرکېلې اوبو برابرولو تر څنګ ګڼو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.
تر دې وړاندې په لغمان کې د سیندونو له اوبو په دې کچه ګټه نه اخیستل کېده. د دې ترڅنګ د لغمان د ځنګلونو په جوړېدلو کې به هم مرسته وکړي.