د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوه

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۱۳:۳۵
pho_٢٠٢٤-٠١-٢٥

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په څلورمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د خصوصي سکټور له لوري د پانګونې وړاندې شوو یوشمېر طرحو په اړه بحث وشو. په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته د خصوصي سکټور له لوري د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه. همدا راز دې غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د ننګرهار په حصار شاهي صنعتي پارک کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، د هرات ولایت په بام هرات ساحه کې د تفریحي کمپلېکس، د جلال آباد په حوزوي او د کابل په شیخ زاید روغتونونو کې د معیاري لابراتواري مرکزونو او همدا راز په کابل ښار کې د خوراکي توکو د تولید سترې فابریکې جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې. تر هراړخیز بحث وروسته ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو د ارزونې او همدا راز د ځمکې د ورکړې او د قراردادونو د وخت په اړه تخنیکي ناستې ترسره او راپورونه یې دې پر ټاکل شوو نېټو دې کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

په اسلام کلا بندر کې د لس زره ټنه په ظرفیت د نفتو او ګازو د زېرمو جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د نفتو او ګازو د تخلیې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د پوهنې وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې. . .

BACK TO NEWS