د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړ رتبه امارتي پلاوی د ایران اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه دې هېواد ته په سفر ولاړ

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۱۰:۴۴
5U2A1221

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړ رتبه امارتي پلاوی د روان لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۳مه نېټه ایران اسلامي جمهوریت ته د دې هېواد په رسمي بلنه په سفر ولاړ. په دې سفر کې به د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او مل پلاوی د ایران اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ، ترانسپورت، زېربناوو، رېل پټلۍ، سیمه‌ییز اتصال، چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر زیاتوالي، په دې بندر کې د افغانستان د ښکېلتیا د پراختیا، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړي. همدارنګه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال به د خپل سفر پر مهال د ایران دولت او خصوصي سکټور په افغانستان کې د کرنې، کانونو، ترانسپورت او صنعت سکټور کې پانګونې ته راوبولي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۸
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډه ته په کابل ولایت کې د کلولې پشتې پر غونډۍ د پانګونې طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. په غونډه کې د کلولې پشتې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۸:۴۲
Background image

د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون غونډه جوړه شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۹:۳۳
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

BACK TO NEWS