محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او مل پلاوي د ایران د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي دکتور امیر عبداللهیان او مل پلاوي سره وکتل

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۵:۲۶
WhatsApp Image 2023-11-05 at 16.58.03_d217c9cf

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او مل پلاوي د روان لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۴مه نېټه د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي دکتور امیر عبداللهیان او مل پلاوي سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لوریو په سیاسي، اقتصادي، تعلیمي، کلتوري او نورو برخو کې د ګډو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغانستان او ایران د تاریخ په اوږدو کې دوه دوست او ګاونډي هېوادونه پاتې شوي چې یو له بل سره ښې سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکې لري او پکار ده چې د یادو اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره په ګډه کار وشي.  محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په دې لیدنه کې له ایران سره د سوداګریزو اړیکو او ترانزیټ پر پراخوالي، د دواړو هېوادونو ترمنځ په مختلفو سکټورونو کې د ګډ کار په موخه د تخنیکي کمېټو پر جوړېدو، د ایران له لارې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ پر زیاتوالي، په افغانستان کې د ایراني پانګوالو پر پانګونې، افغانانو ته د وېزو د ورکړې په برخه کې د لازمو آسانتیاوو پر برابرولو او همدارنګه په ایران کې د مېشت افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو او له هغوی سره د ښه چلند کولو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. محترم ملا صاحب زیاته کړه چې افغانستان غواړي د ایران له لارې افغاني صادرات او واردات زیات کړي، په همدې موخه له ایران اسلامي جمهوریت څخه غواړو چې په دې اړه لازمې اسانتیاوي رامنځته کړي.  ورپسې د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي دکتور امیر عبداللهیان د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا، د وارداتو او صادراتو په مورد کې د سهولتونو راوستلو، د دواړو هېوادونو ترمنځ په مختلفو سکټورونو کې د ګډ کار په موخه د کمېټو پر جوړېدو، په ایران کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو او په افغانستان کې د ایراني پانګوالو له لوري د پانګونې د هڅونې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې اړه به اړوندې ادارې په ګډه کار وکړي. همداراز په ناسته کې د واخان کوریډور پر جوړولو او له دې لارې څخه پر استفادې دواړو لوریو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دا لاره د دواړو هېوادونو په ګټه ده، او توافق وشو چې له دواړو لوریو څخه د دې کار د تېزوالې او ښې همغږۍ لپاره مشترکې کمېټې جوړې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۸:۱۷
Background image

د کابل – بګرام سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۳مه نېټه د کابل – بګرام سړک د جوړېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۳۳
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د تخلیې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۴:۲۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس میرویس عزیزي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس. . .

BACK TO NEWS