د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د ټکنالوژۍ او تخنیک له نندارتون څخه لیدنه وکړه

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۵:۳۷
WhatsApp Image 2023-11-08 at 15.16.51_6fffac42

په دغه نندارتون کې د ریاست‌الوزراء پر اقتصادي مرستیال سربېره د ټکنالوژۍ او تخنیک په برخه کې د ایران د ولسمشر مرستیال روح الله دهقاني فيروز آبادي او له دواړو لورو یوشمېر نورو مسوولینو هم ګډون کړی و. محترم ملا صاحب دغه نندارتون ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، ایران د افغانستان یو ښه ګاونډی پاتې شوی او د تاریخ په اوږدو کې یې په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره همکاري کړې ده. د محترم ملا صاحب په خبره، ایران د نورو برخو ترڅنګ په سختو شرایطو کې د ټکنالوژۍ په برخه کې ډېر پرمختګ کړی او موږ له ایران اسلامي جمهوریت څخه غواړو چې د ټکنالوژۍ او تخنیک په برخه کې افغان محصلینو او زده کوونکو ته د زده کړو فرصتونه برابر کړي، څو مو په دغه برخه کې شته ستونزې حل شي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په خبره، افغانستان په کور دننه د تخنیکي زده کړو ښه ظرفیت او امکانات درلودل، چې له بده مرغه څلوېښت کلنې جګړې پر نورو برخو سربېره له افغانانو دا فرصت هم واخیست. محترم ملا صاحب زیاته کړه، اوسمهال په افغانستان کې د زده کړو ښه زمینه برابره شوې او د اسلامي امارت مسوولین هڅه کوي چې افغان ځوانانو ته د نورو برخو ترڅنګ د ټکنالوژۍ او تخنیک په برخه کې هم د زده کړو او پرمختګ زمینه برابره کړي. له دغه نندارتون څخه د لیدنې پر مهال د ټکنالوژۍ او تخنیک په برخه کې د ایران د ولسمشر مرستیال روح الله دهقاني فيروز آبادي د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ته ډاډ ورکړ، چې ایران له افغانستان سره د ټکنالوژۍ او تخنیک په برخه کې پوره همکارۍ ته چمتو دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

په کابل ښار کې د استوګنیز ښارګوټي او سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې له سپاهي ګمنام څلورلارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

BACK TO NEWS