د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ارزګان ولایت ته سفر وکړ

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۱:۴۶
WhatsApp Image 2024-04-16 at 05.35.43_85b07a76

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳لمریز کال د وري میاشتې په ۲۷مه نېټه په ارزګان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو هېوادوالو سره د مرستې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.  محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ارزګان ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت له مسوولینو، مجاهدینو او اوسیدونکو سره وکتل او هغوى ته يې د وروستیو سېلابونو له امله د رسېدلو زیانونو له امله د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه ولایت مسوولینو ته د کارونو د ښه ترسراوي په اړه لازمې سپارښتنې وکړې او له دوی یې وغوښتل چې په ډېر صداقت او رښتينولۍ سره د خپلو زیانمنو هېوادوالو خدمت وکړي. محترم ملا صاحب وويل: «دا هغه خلک دي چې د اسلامي نظام د راتګ لپاره یې هر ډول قربانۍ ورکړې دي او ډېر تکلیفونه یې ګاللي دي، اوس یې حق دی چې اسلامي امارت د ارام ژوند زمینه ورته برابره کړي محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، که د هېواد په هر ګوټ کې هېوادوال په مشکل کې وي، د اسلامي امارت مسوولین مکلف دي، چې د دوی حال واخلي او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي. ورپسې د یاد ولایت اوسېدونکو د اسلامي امارت د ملکي او نظامي مسوولینو له چلند څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، د اسلامي امارت مسوولینو یې تل د ستونزو پرمهال لاسنیوی کړی دی. دغه راز دوی زیاته کړه، خوشحاله دي چې  پر ټول افغانستان بشپړ اسلامي نظام حاکم شوی او نور د نفرت، قومي تعصب او نفاق لمن له دغه هېواده ټوله شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۳۰ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په شپږو ولایتونو ( ارزګان، دایکندي،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۳۰ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په شپږو ولایتونو ( ارزګان، دایکندي،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۳۰
Background image

عزیزي انرژۍ شرکت د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره ټول تخنیکي وسایل پېرلي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۳۰مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS