د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سټنډرډ ملي شورا مشر وټاکل شو

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۸ - ۱۰:۴۱
90

د سټنډرډ ملي شورا د ریاست‌الوزراء مقام د (۲۰۸۳) ګڼې حکم پر اساس رامنځته شوې، چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د نورو دندو ترڅنګ د یادې شورا د مشر په توګه وټاکل شو. د سټنډرډ ملي شورا هېواد ته د بې کیفیته توکو او غیر معیاري کالیو د واردېدو او همدارنګه د هېواد دننه د غیر معیاري او خپلسرو ودانیزو چارو په برخه کې د ستنډرډ ملي ادارې ستراتیژۍ او عمومي پالیسیو تصویب او د هغوی له تطبیق څخه د څارنې، د ملي ستنډرډونو او ودانیزو ملي کوډونو او نورمونو د تصویب او د تخنیکي مقرراتو د طرحو د تائید په موخه رامنځته شوې. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، لوړو زده کړو، کور او ښار جوړولو، ټولګټو، عامې روغتیا، صنعت او سوداګرۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، کانونو او پټرولیم، ترانسپورټ او هوايي چلند او مالیې وزارتونو مرستیالان، د علومو اکاډمۍ لوی رئیس، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رئیس، کابل ښاروال، د ښاروالیو د عمومي ریاست مرستیال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې او معدن او صنایعو خونو مدیره هیئت رئیسان یې دایمي غړيتوب لري. د یادولو وړ ده چې د سټنډرډ ملي شورا سکرتریت د سټنډرډ ملي ادارې پر غاړه دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.  دې غونډې ته د کابل ښار  په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۱۸:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي. . .

BACK TO NEWS