ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۱ میلیارده افغانیو په ارزښت مختلفې پروژې منظورې کړې

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۶:۹
5U2A1299

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ؛ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۱ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۴ پروژو قراردادونه منظور کړل. د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتې غونډې ته چې د روان لمریز کال د وري میاشتې په ۱۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۲۹ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۲۴پروژو قراردادونه منظور، د څلورو لغوه او د یوې پروژې د قرارداد په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې په هراړخیز ډول یې وڅېړي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. په منظور شوو پروژو کې د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې د پاتې چارو بشپړول، د کنړ – نورستان سړک د تخریب شوو ساحو بیارغونه، په مختلفو ولایتونو کې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند پروژې، د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او جزوتامونو لپاره د هغوی د اړتیا وړ توکو برابرول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې په پلې کېدو سره به یې سلګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو، په. . .

BACK TO NEWS