د حیرتان بندر اړوند نایب آباد سټېشن کې پر نړیوالو معیارونو برابر سوداګریز مرکز جوړېږي

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۵:۵۳
5U2A9262

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډې ته چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د خصوصي سکټور له لوري د حیرتان بندر اړوند نایب آباد سټېشن کې پر نړیوالو معیارونو د برابر سوداګریز مرکز، جلال آباد ښار کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو او یوشمېر نورو برخو کې د پانګونې طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې. په دغه غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري د حیرتان بندر د نایب اباد سټېشن د پراختیا او هلته د لوجستیکي مرکز د جوړولو پر موضوع تفصیلي بحث وشو. همداراز په یاده غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته د جلال آباد ښار وچ ډنډ ساحه کې د ښاروالۍ پر ځمکه د شپږ پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته واستول شوه. د دغه طرحې له مخې به خصوصي سکټور د ۲۶۹ میلیونو افغانیو په پانګونې سره اووه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړوي، چې ټولټال پکې ۵۰۶ دوکانونه په پام کې نیول شوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۵۷
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۳۳
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د تخلیې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۴:۲۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس میرویس عزیزي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس. . .

BACK TO NEWS