د افغانستان – ازبیکستان سوداګریز فورم پرانیستل شو
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د ازبیکستان د لومړي وزیر عبدالله عارف اف له لوري د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۷مه نېټه د افغانستان – ازبیکستان سوداګریز فورم چې د افغانستان نړیوال نندارتون په مرکز کې جوړ شوی دی، پرانیستل شو. د یاد سوداګریز فورم د پرانیستې پر مهال د دواړو هېوادونو مسوولینو او د خصوصي سکټور استازو هم حضور درلود. د یادونې وړ ده چې په دغه سوداګریز فورم کې د ازبیکستان تولید بېلابېل موټر، د اور وژنې اطفائیې، ټراکټورونه، ملي بسونه او مختلف صنعتي توکي نندارې ته وړاندې شوي دي چې درې ورځې به دوام ولري.