په څلورو ولایتونو کې د شپږو کرنیزو نمایشي او ترویجي کمپلکسونو د جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۳:۴۴
pic

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډې ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شپږو کرنیزو نمایشي او ترویجي کمپلکسونو د جوړولو طرحه وړاندې شوه. په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته یاده طرحه د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم نیونې لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه. دغه کمپلکسونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په ۴۵۰۰ جریبه ځمکه د شاوخوا ۵۴۹ میلیونو افغانیو په لګښت سره جوړېږي.

 همدا راز په دغه غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په هېواد کې د طبیعي ځنګلونو د لرګیو او د ځنګل د فرعي محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې پر جوړه شوې کړنلاره هم بحث وشو. دغه کړنلاره تر هراړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه. د دغه کړنلارې پر اساس به د هېواد په طبیعي ځنګلونو کې د لرګیو وهلو مخنیوی ترسره او د ځنګلونو د بیا احیا لپاره به اساسي ګامونه واخیستل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۵:۴۸
Background image

لوګر کې د څلویښت میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په نهمه نېټه د لوګر ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې د څلویښت میګاواټه لمریزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د لس زره ټنه کلني ظرفیت په درلودو سره د ممیزو د پروسس فابریکه پرانیستل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په اتمه نېټه د کابل ولایت په استالف ولسوالۍ کې د ممیزو د پروسس فابریکه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په خوست کې د لس پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. غونډې ته له اجنډا سره سم په خوست ولایت کې د ښاروالۍ پر ځمکه د لس. . .

BACK TO NEWS