د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وشو

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۴:۱۴
The Inter-Ministerial Investment Committee Discussed Several Investment Proposals

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سلواغې میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د خصوصي سکټور له لوري د پانګونې وړاندې شوو طرحو په اړه بحث وشو. دې غونډې ته په کابل او بلخ ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو، په کابل ولایت کې د میوې او سبزۍ لپاره د مارکېټ او همدا راز د رسمي اسنادو د ثبت او تایید په موخه د برېښنایي سیستم جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې. په غونډه کې له مفصل بحث وروسته ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې څو د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره تخنیکي مجلسونه ترسره او راپورونه یې په ټاکلو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۵۷
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۳۳
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د تخلیې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۴:۲۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس میرویس عزیزي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس. . .

BACK TO NEWS