اقتصادي کمېسیون د ملي پراختیا ستراتيژۍ مسوده تایید کړه

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۷:۲۱
اقتصادي کمېسیون د ملي پراختیا ستراتيژۍ مسوده تایید کړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه.

د اقتصادي کمېسیون یادې غونډې ته د ملي پراختیا ستراتيژۍ مسوده د بحث لپاره وړاندې شوه، چې له هراړخیزې ارزونې وروسته او د اقتصادي کمېسیون له لوري د راغلو تعدیلاتو په پام کې نیولو سره تایید شوه.

د ملي پراختیا ستراتيژۍ مسوده هغه جامع، واحد او اوږدمهاله سند دی چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد د بنسټیزو ملي موخو د تعیین او ترلاسه کولو په پار د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په مشرۍ، د اقتصاد وزارت په سکرتریت او د اړوندو سکټوري وزارتونو په ګډه همکارۍ چمتو شوی دی. دغه ستراتيژي د یو باثباته، هوسا او له سیمې او نړۍ سره په ښو اړیکو سمبال افغانستان لیدلوری لري چې موخې یې (د اسلامي شریعي قانون ټینګښت، د اغېزمنتیا، روڼتیا او حساب ورکونې اصل تأمینول، د سیمې او نړۍ سره د اغېزمنو او نېکو اړیکو پراختیا، د پایښت لرونکې سولې او عمومي امنیت ټینګښت، کارموندنه او اقتصادي وده، د دیني او ملي ارزښتونو، ارضي تمامیت او اسلامي حاکمیت ساتنه، د ملي او طبیعي سرچینو د مدیریت اغېزمنتیا لوړول، د بنسټیزو خدمتونو د عرضې ښه‌والی، د صنعت، سوداګرۍ او خصوصي سکټور وده، د زېربنا پراختیا او سیمه‌ییز اتصال، د ټولنیز خوندیتوب او د ژوند چاپېریال ښه والی) ښودلې شوې دي.

همدارنګه د اقتصادي کمېسیون په دې غونډه کې مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوه څو د نورستان ولایت په منډول ولسوالۍ کې پر طبیعي حوض او د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ په کله‌ګوش سیمه کې د برېښنا بندونو د امکان سنجۍ مطالعاتو ترسره کولو پروژې د ۱۴۰۴ مالي کال په بودیجه کې ونیسي.

د غونډې په پای کې د خصوصي سکټور له لوري د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د تیر پارک جوړولو او د غزني ولایت په مرکز کې تر ځمکې لاندې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحې هم تایید شوې. د یادو طرحو له مخې به خصوصي سکټور په خنجان ولسوالۍ کې د تیر پارک جوړولو په موخه ۲۰۹ میلیونه افغانۍ او په غزني ښار کې تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ جوړولو په موخه چې ۵۱۱ دوکانونه به ولري، ۳۰۹ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي.

یاد موضوعات د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دفتر ته واستول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۲:۳۴
Background image

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۶مه نېټه د ریاست‌الوزراء په اقتصادي معاونیت کې د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۸:۱۵
Background image

کابل او تهران د درملو او طبي وسایلو د تولید په برخه کې همکارۍ پراخوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران د روغتیا وزارت مرستیال او د خوړو او درملو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۴
Background image

ملي تدارکاتو کمیسیون د شاوخوا ۵. ۱میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۱مه نېټه د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دې غونډې ته ۳۰ پر. . .

BACK TO NEWS