د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۸
د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډه ته په کابل ولایت کې د کلولې پشتې پر غونډۍ د پانګونې طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. په غونډه کې د کلولې پشتې کلا د تاریخي او کلتوري ارزښت په ساتلو، د دې کلا د حساسو تونلونو ارزښت ته په پاملرنې سره دې شنې ساحې، عامه او تفریحي ځایونه او ټولې اړینې اسانتیاوې هم په پام کې ونیول شي.

همدارنګه دې غونډې ته د پنبې د کښت او پروسس په موخه د یو کرنیز او صنعتي جامع کمپلکس جوړولو طرحه هم د بحث لپاره وړاندې شوه. له بحث وروسته د اړوندو وزارتونو له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د دې طرحې وړاندې کوونکي شرکت ته په مختلفو ولایتونو کې مناسبې ځمکې په نښه کړي او خپل راپور په ټاکل شوې نېټه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو، په. . .

BACK TO NEWS