د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۷:۲
د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په غونډه کې د نوې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د هڅونې او جذب لپاره د مالیاتي او ګمرکي معافیت د تطبیق پر لارښود بحث وشو. له بحث وروسته ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د دغه لارښود د لا غني کېدو په موخه تخنیکي مجلسونه ترسره او نهايي شوې بڼه یې د اقتصادي کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

په دې غونډه کې د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم تایید شوه. د طرحې له مخې به خصوصي سکټور د ۱۱۰ میلیون افغانیو په پانګونې سره اووه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړ کړي، چې لسګونو هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي.

د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شول، چې اړوندو ادارو ته یې په اړه لازمې لارښوونې وشوې.

یادې پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله دفتر ته واستول شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې «د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په غونډه کې د بهرنیو تمویلوونکو له لوري د تمویلېدونکو نیمګړو پراختیايي. . .

BACK TO NEWS