د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Sherkhan Port Capacity to Be Expanded to Boost Trade

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د شیرخان بندر له لارې له تاجکستان، قرغزستان او چین سره د سوداګرۍ پراختیا په موخه یوشمېر وړاندیزونه وړاندې او له بحث وروسته تایید شول. د دې وړاندیزونو له مخې به د مالیې، کورنیو چارو او نور ښکېل وزارتونه او ادارې په شیرخان بندر کې لازمې زېربناوې ایجاد او شته زیربناوو ته به پراختیا ورکړي. همداراز به له تاجکستان سره په همغږۍ د دغه بندر په کاري ساعتونو کې زیاتوالی راولي، څو زیات شمېر ترانسپورټي موټرو ته د تګ راتګ زمینه برابره شي. همدا ډول مالیې وزارت ته هدایت وشو، څو په شیرخان بندر کې د ګمرک، ګودامونو، تخلیې او بارګیرۍ خدماتو د وړاندې کولو په موخه د لوجستیکي مرکز د جوړولو په موخه بودیجه ځانګړې او دغه مرکز جوړ کړي.

په غونډه کې ټولګټو وزارت ته هم هدایت وشو، څو د کټای دهلیز د فعالولو لپاره، چې د ایکو اقتصادي همکاریو سازمان په واسطه د ایران – افغانستان – تاجکستان او قرغزستان ترمنځ رامنځته شوی، د افغانستان په خاوره کې د اړتیا وړ ریلي تاسیسات جوړ کړي.

 همدا ډول په غونډه کې پرېکړه وشوه څو امارتي شرکتونه خپله داغمه اوسپنه ملي پراختیا شرکت ته وسپاري او دغه شرکت یې د پروسس له لارې تولید کېدونکی په معیارونو برابر ګول سیخ په لویو امارتي پروژو کې وکاروي. په غونډه کې د معیار او کیفیت ادارې له لوري وړاندې شوي ۳۷ معیارونه او ۱۲ د ازمایښت طریقې هم تایید شوې. دغه معیارونه او د ازمایښت طریقې د کرنیزو محصولاتو، خوراکي توکو، درملو، ساختماني موادو، مخابراتو او الکتریک، کیمیا او پلاستیک، روغتیايي سامان‌الاتو او یوشمېر نورو برخو اړوند دي، چې د هېواد اوسني وضعیت او نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره جوړ شوي دي.

د غونډې په پای کې د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې او په اړه یې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وشوې.

پورته پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله دفتر ته واستول شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۲:۳۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ د نندارتون پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د افغانستان نړیوال ننداتون مرکز کې په هېواد کې د مخابراتو او ټیکنالوژۍ. . .

BACK TO NEWS