د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د بحث له پاره وړاندې شوه، چې له ارزونې وروسته د تایید وړ وبلل شوه. دغه راز، په غونډه کې د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د عامې روغتیا وزارت پر ځمکه د کفټریا او هټیو جوړولو طرحه هم له ارزونې وروسته د تایید وړ وبلل شوه.
