د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کندز ولایت په ابدان دښته کې د ۳۰۰۰ واحده استوګنیز ښارګوټي د جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. یاده طرحه د اړتیا او اقتصادي ارزښت لرلو له امله مهمه وبلل شوه او ټاکل شوې کمېټې ته راجع شوه، څو یې د ټولو تخنیکي او مالي اړخونو په پام کې نیولو سره ارزونه ترسره او راپور یې په ټاکلي وخت د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
همداراز په دې غونډه کې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د سوداګریز او استوګنیز مارکېټ د جوړولو پر طرحې هم بحث وشو. یاده طرحه د هراړخیزې ارزونې لپاره ټاکل شوې کمېټې ته راجع شوه، څو یې راپور په ټاکلې نېټه د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
