تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۶.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې منظورې کړې
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته ۳۴ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.
له هراړخیز بحث وروسته د شاوخوا ۶.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظورې شوې او په ۱۲ پروژو کې لازم تعدیلونه منظور شول. همداراز د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د پروژې د قیمت په اړه له ګټونکي شرکت سره مذاکره ترسره او راپور یې د تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کونړ ولایت د مناګي برېښنا بند بیارغونه، د کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او خوست ولایتونو د هوايي ډګرونو د ګمرکونو لپاره د سکنرونو اخیستل، د هلمند ولایت کادري روغتون جوړول، د بدخشان ولایت په شغنان ولسوالۍ، د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ او د کندز ولایت په قلعهذال ولسوالۍ کې د عمومي روغتونونو جوړول او همدارنګه په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع یوشمېر پروژو تطبیق شامل دی.
منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.
