محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ کې د صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کیښوده
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، د بلخ ولایت په حیرتان دوه لارې کې د (امام شقیق بلخي رح) صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کیښوده.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې وویل، د افغانستان اسلامي امارت لومړیتوب دا دی چې افغانستان په تدریج سره پر تولیدي هېواد او ځوان بشري ځواک پر تولیدي ځواک بدل کړي. صنعت، تولید او بازار سره ونښلوي او معیاري تولید شوي محصولات د سیمې او نړۍ بازارونو ته وړاندې کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د بلخ صنعتي ښارګوټی د یو صنعتي او تولیدي افغانستان لپاره د اسلامي امارت ژمنه، ستراتیژیک تفکر او پياوړی هوډ د عمل په ډګر کې ثابتوي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، په دې سره به په دغه ولایت کې د صنعتي ځمکو د کمښت ستونزه حل، صنعتکارانو ته به د فعالیت زمینه برابره، پر وارداتو به تکیه راکمه او په ورته وخت کې به زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي.
محترم ملا صاحب بلخ د هېواد له مهمو سوداګریزو، ترانزیټي او صنعتي ولایتونو یاد کړ او ویې ویل، په دغه ولایت کې د حیرتان بندر باید یوازې د وارداتي محصولاتو او عادي تګ راتګ مسیر ونه اوسي؛ بلکې دا لاره باید د افغانستان د پروسس شوو محصولاتو او تولیداتو د صادرولو لپاره یوه مهمه ترانزیټي لاره وي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له نړیوالو وغوښتل چې له افغانستان سره د رسمي اقتصادي اړیکو دروازې په بشپړه توګه خلاصې او مالي او بانکي کنګل مات کړي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وویل چې اسلامي امارت په سیمهییز او نړیوال مشارکت کې د فعال ګډون ظرفیت او اراده لري.
محترم ملا صاحب په پای کې له ټولو صنعتکارانو وغوښتل چې له دې فرصت ګټه واخلي او په دغه صنعتي ښارګوټي کې په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د اسلامي امارت له لوري د لازمو اسانتیاوو برابرولو او همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې د بلخ صنعتي ښارګوټی پر ۲۲ زره جریبه ځمکه جوړیږي، چې په مختلفو سکټورونو کې به د خامو موادو د پروسس، معیاري محصولاتو د تولید او صادراتو لپاره زمینه برابره کړي.
